د ترکیې د استانبول ولایت د لویې څارنوالۍ دفتر اعلان کړی په استانبول کې ۱۱۰ کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي
په استانبول کې ۱۱۰ کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي
استانبول – د ترکیې د استانبول ولایت د لویې څارنوالۍ دفتر اعلان کړی، چې د دې هېواد پولیسو د پراخو امنیتي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۰ تنه د داعش وسلهوالې ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي. د یاد دفتر په وینا، دا عملیات د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د افراطي شبکو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي
د استانبول د څارنوالۍ دفتر د سېشنبې په ورځ، د ډسمبر ۳۰مه، په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دا عملیات یوازې یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شول، چې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د وسلهوالې نښتې پر مهال درې پولیس افسران او د داعش شپږ غړي ووژل شول. د بیان له مخې، دا نښته د یالووا په ولایت کې رامنځته شوې وه او د څو ساعتونو لپاره یې سیمه په بشپړ ډول امنیتي کړکېچ ته داخله کړه
امنیتي سرچینې وایي، د یالووا نښته هغه مهال پیل شوه، چې پولیسو د داعش پر یوه پټنځای چاپه واچوله. وسلهوالو مقاومت وکړ، چې په پایله کې یې خونړۍ نښته رامنځته شوه. د دې پېښې وروسته، د ترکیې امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ښارونو کې د داعش پر احتمالي شبکو فشار زیات کړ
د چارواکو په وینا، تازه نیول شوي کسان د داعش له پټو شبکو سره تړاو لري او ځینې یې د مالي ملاتړ، تبلیغاتو او د نوو غړو د جلبولو په فعالیتونو کې ښکېل وو. څارنوالۍ ویلي، د دغو کسانو څېړنې روانې دي او کېدای شي نور کسان هم ونیول شي
دا پېښه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې تر ۱۰۰ زیات کسان په ترکیه کې د داعش د غړیتوب په شک نیول شوي وو. هغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د کریسمس د مراسمو پر وړاندې د احتمالي برید د طرحې په تور نیول شوي وو، چې د چارواکو په وینا، که مخه یې نه وای نیول شوې، ښايي د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ شوی وای
د ترکیې حکومت ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د «صفر زغم» تګلاره تعقیبوي او اجازه به ورنه کړي چې افراطي ډلې د هېواد امنیت او ولسي ژوند وګواښي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي عملیات به تر هغه دوام ولري، څو د داعش او ورته ډلو ټولې شبکې په بشپړ ډول له منځه یووړل شي
سیاسي او امنیتي شنونکي باور لري چې د داعش پر وړاندې دا پرلهپسې عملیات ښيي، چې ترکیه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپل امنیتي تدابیر لا پسې سخت کړي دي. دوی وایي، که څه هم دا ډلې کمزورې شوې دي، خو لا هم هڅه کوي چې په پټه توګه خپل فعالیتونه جاري وساتي
په داسې حال کې چې ترکیه د کورنیو او سیمهییزو امنیتي ننګونو سره مخ ده، چارواکي ډاډ ورکوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه بېدرېغه او دوامداره وي، څو د هېواد امنیت او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي