news اخبار فوری
clock

اسلام‌اباد / کابل – له افغانستان سره د پاکستان صادرات په شپږو میاشتو کې ۵۶ سلنه راکم شوي؛ سرحدي ترینګلتیاوې او اقتصادي بې‌ثباتي سوداګرۍ ته سخت زیان اړولی

اسلام‌اباد / کابل –   له افغانستان سره د پاکستان صادرات په شپږو میاشتو کې ۵۶ سلنه راکم شوي؛ سرحدي ترینګلتیاوې او اقتصادي بې‌ثباتي سوداګرۍ ته سخت زیان اړولی

 بریانیوز:(دوشنبه ۶دلو۱۴۰۴)  اسلام‌اباد / کابل – د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د صادراتو کچه د روان مالي کال ۲۰۲۶ په لومړۍ نیمایي کې په بې‌ ساري ډول راټیټه شوې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۵۶ سلنه کموالی ښيي

د یاد بانک د تازه شمېرو له مخې، د پاکستان صادرات افغانستان ته د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱۹ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلي، حال دا چې دا رقم تېر کال د پام وړ لوړ و. اقتصادي شنونکي دا کمښت د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیاوو، سرحدي نښتو او د سوداګریزو لارو د پرله‌پسې تړل کېدو پایله بولي

 د پاکستان مرکزي بانک په خپل راپور کې ویلي، چې د تېر کال د میزان په میاشت کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ سرحدي شخړو او امنیتي پېښو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تګ‌راتګونو بهیر سخت ګډوډ کړ. د راپور له مخې، د مهمو سرحدي لارو تړل کېدو نه یوازې صادرات او واردات وځنډول، بلکې زرګونه سوداګر، ترانزیتي شرکتونه او د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې له مستقیم اقتصادي زیان سره مخ کړل

 د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، افغانستان چې له وړاندې د وارداتو پر اقتصاد ولاړ هېواد دی، د سوداګریزو لارو هر ډول بندښت یې د خوراکي توکو، سون‌توکو او لومړنیو اړتیاوو بیې لوړې کړې او د خلکو پر ورځني ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی. د هغوی په باور، د پاکستان صادراتو کمښت د افغانستان په بازارونو کې د توکو کمښت او د بیو بې‌ثباتي لا زیاته کړې ده

 شنونکي زیاتوي، چې د طالبانو د ادارې له‌خوا د روښانه اقتصادي پالیسیو نشتون، د سوداګرو لپاره د باور فضا کمزورې کړې ده. د پانګونې د خوندیتوب تضمین نه‌شتون، د مالیاتي او ګمرکي مقرراتو بې‌ثباتي او د سیاسي پرېکړو ناڅاپي بدلونونه، هغه عوامل دي چې نه یوازې له پاکستان سره، بلکې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره یې هم د افغانستان سوداګریز موقعیت زیانمن کړی دی

 د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو یو شمېر څېړونکي خبرداری ورکوي، که د سرحدي شخړو د حل، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د اعتماد د بیا رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، نو افغانستان به په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې لا ډېر منزوي شي. د هغوی په وینا، دا وضعیت کولای شي افغانستان د مهمو ترانزیتي دهلېزونو او اقتصادي همکاریو له فرصتونو محروم کړي

 له بلې خوا، د سوداګرو اتحادیې وایي، د سرحدونو تړل کېدل یوازې د لويو سوداګرو زیان نه دی، بلکې د سرحدي سیمو زرګونه کورنۍ چې د ورځني سوداګریز تګ‌راتګ له لارې عاید ترلاسه کوي، د بې‌روزګارۍ او فقر له جدي خطر سره مخ کوي

 اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې د طالبانو اداره د خلکو د معیشت، سوداګرۍ د دوام او اقتصادي ثبات په برخه کې مسؤلیت لري او باید له سیاسي کړکېچونو د سوداګرۍ د قرباني کېدو مخه ونیسي. د هغوی په اند، د اقتصاد غیرسیاسي کول، له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامدارو سوداګریزو اړیکو ساتل او د واضح اقتصادي تګلارو اعلان، د افغانستان د اقتصادي ژغورنې لپاره حیاتي ارزښت لري

د راپور په پایله کې راغلي، چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نوره هم زیانمنه شي، بلکې د افغانستان د خلکو پر ژوند، د خوراکي خوندیتوب او د هېواد پر اوږدمهاله اقتصادي راتلونکې به یې اغېزې لا ژورې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto