اسلاماباد / کابل پاکستان د افغانستان سره د تړلو سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستو پر لور؛ د تضمینونو بحث لا هم پر ځای دی
بریانیوز(پنجشنبه، ٩ دلو۱۴۰۴) یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تړلو سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستو لپاره چمتووالی نیسي. د دغو راپورونو له مخې، دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا، د ترانزیټي بهیر د عادي کېدو او د اقتصادي اړیکو د ښهوالي په موخه تر جدي بحث لاندې ده
ویل کېږي چې د پاکستاني چارواکو ترمنځ داخلي سلا مشورې روانې دي، څو هغه لارې چې په وروستیو میاشتو کې د سیاسي او امنیتي لانجو له امله تړل شوې وې، یو ځل بیا د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي. پاکستاني رسنۍ دا اقدام د اقتصادي فشارونو، د سوداګریزو زیانونو او د سیمې د هېوادونو له لوري د اتصال پر اړتیا پورې تړلی بولي.
تر اوسه د افغانستان د حکومت له لوري په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان شوی. خو افغان حکومت تر دې وړاندې په وار وار ټینګار کړی چې د سوداګریزو لارو پرانیستل باید یوازې د شفاهي ژمنو پر بنسټ نه وي، بلکې اړتیا ده چې رسمي، واضح او عملي تضمینونه موجود وي، څو په راتلونکې کې د لارو د ناڅاپي بندېدو مخه ونیول شي.
افغان چارواکي وایي، د تېرې تجربې پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څو ځله د سیاسي فشار د وسیلې په توګه تړل شوې دي، چې له امله یې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه او عامو خلکو ته د خوراکي توکو د بیو لوړوالی ورپېښ شوی دی. د دوی په باور، بې له تضمینونو د لارو پرانیستل نه شي کولای دایمي حل وړاندې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، افغانستان د وچهمحاط هېواد په توګه تر ډېره د پاکستان له لارې پر وارداتو او صادراتو تکیه لري، او د هر ډول بندښت اغېزې سمدستي د بازار پر بیو، د سوداګرو پر باور او د خلکو پر ورځني ژوند ښکاره کېږي. له همدې امله، افغان حکومت غواړي چې د لارو د پرانیستو تر څنګ یو ثابت، شفاف او باور وړ میکانېزم رامنځته شي.
د شنونکو په اند، که چېرې دواړه لوري وکولای شي پر داسې میکانېزم هوکړې ته ورسېږي چې سوداګریزې لارې له سیاسي اختلافاتو جلا وساتي، نو دا به نه یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام وي. خو که تضمینونه عملي نه وي، د لارو پرانیستل به یو ځل بیا د لنډمهاله حل بڼه ولري.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي اتصال، ترانزیټ او سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کوي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا ځل به د سوداګریزو لارو پرانیستل د یوه دایمي او باوري حل پر لور ولاړ وي، او که به بیا هم د پخوانیو لانجو تکرار وشي