واشنګټن – سیګار خپل فعالیتونه پای ته رسوي؛ د افغانستان د بیارغونې د څارنې ۱۷ کلن ماموریت وروستۍ پاڼه
بریانیوز(پنجشنبه، ٩ دلو۱۴۰۴) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر، چې په سیګار پېژندل کېږي، اعلان کړی چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه به په بشپړ ډول خپل فعالیتونه پای ته ورسوي. دا اعلان د یوه داسې بنسټ د رسمي تړل کېدو مانا لري چې نږدې دوې لسیزې یې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو مرستو پر څرنګوالي څارنه کړې ده
سیګار پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې د خپل ۱۷ کلن ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت، له ټولو هغو دولتي او نادولتي ادارو، څېړنیزو بنسټونو، رسنیو او اشخاصو څخه مننه کوي چې د دې ادارې خپلواک نظارتي راپورونه یې تعقیب کړي، ترې یې ګټه اخیستې او یا یې د شفافیت او حسابورکوونې د هڅو ملاتړ کړی دی.
د سیګار د جوړېدو شالید
سیګار په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د کانګرس له لوري جوړ شو، هغه مهال چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پراخېده او میلیاردونه ډالر د بیارغونې، امنیت، حکومتدارۍ او پرمختیایي پروژو لپاره لګېدل. د دې ادارې اصلي موخه دا وه چې ډاډ ترلاسه کړي، د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې په شفاف ډول مصرف کېږي او د فساد، ضایع کېدو او ناکامو پروژو مخه ونیول شي
د خپل فعالیت په موده کې، سیګار سلګونه تفصیلي راپورونه، ځانګړې ارزونې او تفتیشي اسناد خپاره کړل. په دغو راپورونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې نیمګړتیاوې، د دولتي بنسټونو کمزوری مدیریت، پراخ اداري فساد، او د میلیاردونو ډالرو مرستو بېاغېزه مصرف په ډاګه شوی و.
جنجالي راپورونه او اغېز
د سیګار راپورونه ډېری وخت د امریکا د حکومت، پوځ او قراردادي شرکتونو لپاره ناخوښ او جنجالي وو. دې ادارې په پرلهپسې ډول خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د روښانه ستراتیژۍ نشتوالی او بېبرنامې لګښتونه د دې لامل شوي چې د بیارغونې هڅې له جدي ناکامۍ سره مخ شي.
سیګار همدارنګه د افغانستان د پخواني حکومتونو د کمزورۍ، د نړیوالو مرستندویانو د همغږۍ نشتوالي، او د امنیتي وضعیت د خرابېدو پر اړیکو رڼا اچولې وه. د دې بنسټ راپورونه د افغانستان د جګړې او بیارغونې په اړه د امریکا د پالیسۍ د ارزونې لپاره مهم مراجع بلل کېدل.
د فعالیتونو پای؛ څه مانا لري؟
سیاسي شنونکي وایي، د سیګار تړل کېدل یوازې د یوه ادارې پای نه دی، بلکې د امریکا د شل کلن حضور د حسابورکوونې د بهیر د ورو ورو پای ته رسېدو نښه ده. د دوی په باور، سیګار یو له هغو لږو بنسټونو څخه و چې د جګړې، سیاست او پوځي فشارونو تر څنګ یې د شفافیت غږ ژوندی ساتلی و.
که څه هم د امریکا له پوځی وتلو وروسته د سیګار فعالیتونه محدود شوي وو، خو تر دې دمه یې لا هم د پاتې مرستو او ځینو پروژو څارنه کوله. اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې د دې بنسټ له تړل کېدو وروسته به د افغانستان په اړه د پخوانیو مرستو، شتمنیو او نیمګړو پروژو د حسابورکوونې چارې څوک پر مخ وړي
پایله
د سیګار د فعالیتونو پای ته رسېدل د افغانستان د جګړې او بیارغونې په تاریخ کې یو مهم فصل تړل ګڼل کېږي. دا بنسټ، که څه هم له نیوکو خالي نه و، خو د شفافیت، حسابورکوونې او حقیقت ویلو لپاره یې مهم رول لوبولی دی. د جنورۍ ۳۱مه نېټه به د یوه داسې نظارتي ماموریت وروستۍ ورځ وي چې د افغانستان د بیارغونې تر ټولو مهمې ناکامۍ او پټې کیسې یې نړۍ ته ښکاره کړې