بریانیوز(پنجشنبه، ٩ دلو۱۴۰۴) مسکو – د روسیې د دفاع وزیر یوه سختژبه او پاموړ ادعا کړې چې که چېرې متحده ایالات د ایران د حکومت مرکزي ودانۍ په نښه کړي، نو د ایران اسلامي جمهوریت دا پوځي وړتیا لري چې د امریکا د واک مهم سمبولونه، سپینه ماڼۍ او پنتاګون، ویجاړ کړي
د روسي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا لوړې کچې ته رسېدلی او د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې حساس کېږي. د روسیې د دفاع وزیر ویلي، ایران د تېرو کلونو په ترڅ کې خپل دفاعي او توغندیز ظرفیت په بېساري ډول پیاوړی کړی او نور یوازې په دفاعي دریځ کې نه دی محدود
د نوموړي په وینا، هر ډول مستقیم پوځي برید پر ایران به یوازې سیمهییزه شخړه نه وي، بلکې د نړیوال امنیت لپاره به جدي او نه اټکل کېدونکې پایلې ولري. هغه ټینګار کړی چې تهران اوس داسې وسلې او ستراتیژیک توان لري چې کولی شي د هر احتمالي برید ځواب د برید کوونکي هېواد په زړه کې ورکړي
پوځي شنونکي وايي، دا څرګندونې یوازې د ایران د پوځي ځواک په اړه نه دي، بلکې د مسکو له لوري واشنګټن ته یو ښکاره سیاسي او امنیتي پیغام هم ګڼل کېږي
د دوی په باور، روسیه هڅه کوي امریکا ته وښيي چې د ایران پر ضد پوځي اقدام به ساده او بېلګښته نه وي او د نړۍ د ځواک توازن به له جدي خطر سره مخ کړي
ایران له کلونو راهیسې ټینګار کوي چې د هغه توغندیز او دفاعي پروګرامونه د هېواد د ملي امنیت لپاره ضروري دي. تهران په وار وار خبرداری ورکړی چې که پر خاوره یا بنسټونو یې برید وشي، ځواب به یې «سخت، چټک او دردناک» وي
د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ ادعاوې په داسې وخت کې خپرېږي چې لوېدیځه آسیا د پوځي ټکر پر غاړه ولاړه ښکاري. د امریکا پوځي حضور، د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ، او د نړیوالو قدرتونو سیالي هغه عوامل دي چې د هرې ناسمې پرېکړې په صورت کې کولی شي وضعیت له کنټروله وباسي
سیاسي څارونکي باور لري چې دا ډول څرګندونې، که څه هم په ظاهره د خبرداري بڼه لري، خو په اصل کې د مخنیوي (بازدارندګۍ) پیغام دی؛ پیغام دا چې جګړه به یوازې پر ایران محدوده نه وي او د نړۍ تر ټولو ځواکمنې ودانۍ به هم له خطره خوندي نه وي