د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې طالبانو ته «د امریکا د مرستو بندولو» لایحه تصویب کړه
-
شفيق احمد
10 دلو 1404
207
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ (د دلو ۹مه) یوه لایحه تصویب کړه، چې له مخې به یې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو لاسرسی په بشپړ ډول بند شي.
بریانیوز(جمعه،٩ دلو۱۴۰۴)
یاده لایحه چې «ترهګرو ته د مرستو بندولو لایحه» نومېږي، د دې لپاره طرحه شوې چې طالبان د هغو مالي مرستو څخه بېبرخې شي، کومې چې د امریکا له لوري افغانستان ته لېږل کېږي. د دې کمېټې غړو په دې اړه ځانګړې ناسته وکړه او په پایله کې یې لایحه تصویب کړه.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس، جېم رېش، د لایحې له تصویبېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: «تر دې وروسته به د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو په ګډون په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ونهرسېږي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان دا مهال د امریکا هغو مرستو ته لاسرسی لري چې افغانستان ته استول کېږي، او دا موضوع د هغو امریکايي سرتېرو له قربانیو سره په ټکر کې ده چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې مخکې ډيموکراټانو له دغې طرحې سره مخالفت کړی و او اندېښنه یې ښودلې وه، چې که د امریکا مرستې بندې شي، نو دا به په افغانستان کې پر اړمنو خلکو ناوړه اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، تر دې وړاندې له طالبانو سره د امریکا د هر ډول مرستو ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې دغه مرستې یوازې د بشري بنسټونو له لارې لګول کېږي او طالبان ترې ګټه نه اخلي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
818
-
مقاله
495
-
سیاست
156
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl