news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان پر سر نوې سیاسي سیالۍ؛ نړیوال فشارونه او د کورني سیاست ستونزې:

د افغانستان پر سر نوې سیاسي سیالۍ؛ نړیوال فشارونه او د کورني سیاست ستونزې:

د امریکا وروستیو څرګندونو او د سیمې سیاسي رقابتونو د افغانستان وضعیت یو ځل بیا حساس کړی دی. په ورته وخت کې د هېواد دننه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم زیاتې شوې دي. دا لیکنه د افغانستان د داخلي ستونزو او نړیوالو فشارونو لنډه شننه وړاندې کوي.

بریانیوز( سه‌شنبه، ١٩ حوت ١٤٠٤)

په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي او سیاسي وضعیت ورځ تر بلې حساس کېږي، د افغانستان په اړه د نړیوالو دریځ هم ورو ورو سختېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وروستي ټویټ کې اعلان وکړ چې امریکا افغانستان د «Wrongful Detention» یا د ناحقه بندیانو د ساتلو د دولت په توګه معرفی کوی. هغه په څرګنده وویل چې طالبان لا هم د فشار او ګواښ له لارې سیاسي امتیازونه ترلاسه کول غواړي.

 نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان باید ډینس کویل، محمود حبیبي او نور امریکایي وګړي چې په افغانستان کې بندیان دي، ژر تر ژره خوشې کړي.

دا څرګندونې په حقیقت کې طالبانو ته یو واضح سیاسي او امنیتي پیغام ګڼل کېږي.

 دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا له لوري طالبانو ته داسې ګواښونه کېږي. له دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ څو ځله په خپلو څرګندونو کې طالبانو ته خبرداری ور کړي وو چې که د امریکا ګټې او اتباع زیانمن شي، نو امریکا به سخت غبرګون وښيي. د ټرمپ له خبرو داسې ښکاري چې واشنګټن لا هم د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې د فشار له سیاست څخه کار اخیستلای شي.

دا ټول په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ هم د یو حساس پړاو په لور روان دی. ډېر شنونکي باور لري چې د امریکا ستراتیژي دا ده چې په سیمه کې خپل سیاسي او امنیتي معادلات بېرته تنظیم کړي.

 د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په کتو داسې انګېرل کېږي چې واشنګټن هڅه کوي د ایران سره روانه تقابل ورو ورو وروستي پړاو ته ورسوي. 

که دا وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، نو امکان شته چې د سیمې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان، هم د دې لویو سیاسي رقابتونو اغېز احساس کړي.

له بلې خوا، د افغانستان دننه وضعیت هم داسې ښکاري چې طالبان د هېواد د داخلي او بهرني سیاست په اداره کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

 د طالبانو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې یو داسې سیاسي جوړښت رامنځته کړي چې د ټولنې بېلابېل قشرونه پکې ځان شامل احساس کړي. د سیاسي ګډون پر ځای د حذف سیاست، د مخالفو غږونو محدودول، او د خلکو د غوښتنو نه اورېدل د دې لامل شوي چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیات شي.

سربېره پر دې، داسې نښې هم لیدل کېږي چې طالبان د خپلو تندرو جنګیالیو د کنټرول په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په ځینو سیمو کې د محلي قومندانانو خپل سرې پرېکړې او سخت چلندونه دا ښيي چې د مرکزي ادارې واک په بشپړ ډول منظم نه دی. دا حالت د قانون پر ځای د شخصي او سلیقوي چلندونو فضا رامنځته کوي، چې په پایله کې یې د خلکو اعتماد کمېږي.

اقتصادي وضعیت هم د خلکو لپاره ورځ تر بلې سختېږي. بې کاري، د پانګونې نشتوالی، او نړیوال بندیزونه د دې لامل شوي چې ډېری افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

 پر دې سربېره، د ټولنې پر کلتوري او ټولنیزو برخو د سختو محدودیتونو لګول هم د خلکو نارضایتي زیاته کړې ده. ډېری خلک باور لري چې دا محدودیتونه د اسلام د اصلي ارزښتونو استازیتوب نه کوي، بلکې د طالبانو له لوري د دین یو ناسم او سخت تعبیر دی چې پر ټولنه تحمیل شوی دی. د همدې برداشت له امله پر خلکو ګڼ فرهنګي او ټولنیز فشارونه زیات شوي دي. د دې سیاستونو دوام د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې د ملت او طالبانو ترمنځ فاصله پراخه شي او د ټولنې بېلابېل قشرونه له اوسني وضعیت څخه ناخوښي څرګنده کړي.

په بهرني سیاست کې هم د طالبانو حکومت تر اوسه روښانه او بریالی مسیر نه لري. له نړیوالې ټولنې سره د رسمیت پېژندنې ستونزه، د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې، او وخت ناوخت سرحدي نښتې—په ځانګړي ډول له پاکستان سره—د دې ښکارندویي کوي چې سیمه‌ییزې اړیکې هم له ستونزو خالي نه دي.

که د طالبانو اوسنی سیاست دوام پیدا کړي او د ملي اجماع، سیاسي مشارکت او متوازن بهرني سیاست پر لور بدلون رانه شي، نو دا خطر شته چې افغانستان یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو رقابتونو په ډګر بدل شي. د تاریخ تجربې ښيي چې کله افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ میدان ګرځېدلی، تر ټولو لوی زیان یې د همدې هېواد خلکو ته رسېدلی دی. له همدې امله، د افغانستان راتلونکی ثبات هغه وخت تضمینېدای شي چې د خلکو رضایت، سیاسي مشارکت، او متوازن دیپلوماتیک سیاست ته لومړیتوب ورکړل شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto