پېښور — د سولې نوی غږ له پېښوره — سهیل افریدي له فدرالي حکومته د افغانستان سره د خبرو او سیمه ییزېهمکارۍ غوښتنه وکړه
پېښور — د سولې نوی غږ له پېښوره — سهیل افریدي له فدرالي حکومته د افغانستان سره د خبرو او سیمه ییزېهمکارۍ غوښتنه وکړه
بریانیوز:(پنجشنبه،۲۰ حمل۱۴۰۵)
پېښور — د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د پاکستان له فدرالي حکومت څخه په څرګندو او مهمو ټکو غوښتنه کړې چې د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره دې له افغانستان سره د شخړو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې وګرځوي، نه سخت دریځ او فشار
نوموړي دا څرګندونې په پېښور کې یوې پراخې خبري غونډې ته وکړې، چې پکې یې د سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت تفصیلي خبرې وکړې. هغه وویل چې د پاکستان لپاره دا اړینه ده لکه څنګه چې د نړیوال سیاست په ډګر کې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کېږي، همداسې دې د افغانستان سره د ستونزو د هواري لپاره هم د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ لاره غوره شي
سهیل افریدي ټینګار وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت به د هر هغه اقدام ملاتړ وکړي چې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي. د هغه په وینا، جګړه او تاوتریخوالی هېڅکله د دوامدار حل لاره نه ده، بلکې یوازې د اعتماد فضا خرابوي او د ولسونو ترمنځ واټنونه زیاتوي
هغه د خپل سیاسي مشر عمران خان یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هغه تل د سولې، متوازن سیاست او د خبرو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کړی دی. د هغه په خبره، د عمران خان لیدلوری دا و چې سیمهییزې شخړې باید د تورې پر ځای د خبرو میز ته راښکته شي
افریدي زیاته کړه چې له بده مرغه په تېر کې داسې مهمې پرېکړې شوې دي چې د خلکو له سترګو پټې وې او د بندو دروازو شاته جوړې شوې پالیسۍ یې د سیمې پر سیاست ژورې منفي اغېزې پرېښي دي. هغه وویل: «موږ تر نن ورځې د هغو تېرو تصمیمونو زیانونه وینو چې نه د ولس د خوښې مطابق وو او نه هم د شفافیت له اصولو سره سم.»
شنونکي وایي چې د اعلی وزیر دا څرګندونې د پاکستان دننه د پالیسۍ په اړه د یوې نوې بحث دروازه پرانیزي، او ښيي چې د افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د بیا غور اړتیا جدي شوې ده. د دوی په اند، که د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې بیا منظمې شي، نو دا به نه یوازې د سرحدي ستونزو د کمېدو لامل شي، بلکې د سیمې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم نوي فرصتونه رامنځته کولی شي
په همدې حال کې، د سیمې خلک او سیاسي کتونکي تمه لري چې د دې ډول څرګندونو په رڼا کې به د شخړو پر ځای د خبرو فضا پیاوړې شي، څو د اوږدمهاله سولې او ګډې همکارۍ لپاره واقعي زمینه برابره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?