تهران — د لبنان کړکېچ لا تودېږي — پزیشکیان د اسراییلو بریدونه د اوربند ښکاره سرغړونه او د جګړې د پراخېدو خطر بولي
تهران — د لبنان کړکېچ لا تودېږي — پزیشکیان د اسراییلو بریدونه د اوربند ښکاره سرغړونه او د جګړې د پراخېدو خطر بولي
بریانیوز:(پنجشنبه،۲۰ حمل۱۴۰۵)
تهران — د ایران ولسمشر مسعود پزیشکیان د لبنان پر وړاندې د اسراییل وروستي پراخ هوايي بریدونه د اوربند له شوې موافقې “ښکاره سرغړونه” بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات نه یوازې د سولې هڅې کمزورې کوي، بلکې د هر احتمالي تړون پر وړاندې د نه ژمنتیا “خطرناکه نښه” هم ده
نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې په لبنان کې یې د هغو سیمو پر ضد له سلو څخه زیات هوايي بریدونه ترسره کړي دي، چې دوی یې د حزبالله اړوند پوځي مرکزونه او تاسیسات بولي
دغه پراخ بریدونه د سیمې امنیتي فضا نوره هم کړکېچنه کړې او د جګړې د پراخېدو وېره یې زیاته کړې ده
پزیشکیان په خپل پیغام کې چې د ایکس له لارې خپور شوی، ویلي: «د بریدونو دوام به د خبرو اترو ټولې لارې بېمعنا کړي.» هغه زیاته کړې چې که وضعیت همداسې روان وي، نو د ډیپلوماسۍ دروازې به یو په بل پسې وتړل شي او د تاوتریخوالي لمن به نوره هم پراخه شي. نوموړي ټینګار کړی چې ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت په برخه کې خپل دریځ وساتي او “له ماشې خپله ګوته نه لرې کوي”، چې دا څرګندونه د احتمالي سخت غبرګون څرګند نښه ګڼل کېږي
بل لور ته، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخکې ویلي وو چې د اسراییلو پوځ به هر هغه ځای چې د دوی په وینا د حزبالله ډلې حضور یا فعالیت پکې موجود وي، هلته خپل بریدونه او پوځي عملیات دوامداره وساتي. دا سخت دریځ د لبنان د کړکېچ د لا ژورېدو سبب شوی او د سیمې د ثبات لپاره یې جدي اندېښنې راپورته کړې دي
سیاسي شنونکي وایي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د لفظي او عملي تاوتریخوالي زیاتوالی د منځني ختیځ د امنیت لپاره یو ډېر خطرناک بدلون دی. د دوی په وینا، که دواړه خواوې د زور او پوځي فشار پر ځای د خبرو او سیاسي حل لارې ونه لټوي، نو د شخړې د پراخېدو احتمال به ورځ تر بلې زیاتېږي
په همدې حال کې، نړیواله ټولنه په پرلهپسې ډول د زغم، احتیاط او ډیپلوماسۍ غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې یوازې د خبرو اترو له لارې کولای شي د سیمې دا کړکېچونه مهار شي او د یوه اوږدمهاله او باوري سولې لپاره زمینه برابره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?