news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ازبکستان د قربان اختر په مناسبت بلخ ته ۳۲۰ ټنه بشري مرسته ولېږله؛ د ګاونډیتوب او همکارۍ نوې نښه

ازبکستان د قربان اختر په مناسبت بلخ ته ۳۲۰ ټنه بشري مرسته ولېږله؛ د ګاونډیتوب او  همکارۍ نوې نښه

ازبکستان د قربان اختر په مناسبت بلخ ته ۳۲۰ ټنه بشري مرسته ولېږله؛ د ګاونډیتوب او همکارۍ نوې نښه

بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)

د بلخ ولایت مقام ویلي چې د ازبکستان جمهوریت له لوري د ۳۲۰ ټنه بشري مرستو یوه ستره محموله د لوی اختر (عید قربان) په مناسبت د حیرتان بندر له لارې دغه ولایت ته سپارل شوې ده

دغه مرسته د سیمې د بشري اړتیاوو د کمولو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په هدف ترسره شوې ده

د بلخ د ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په وینا، په دې محموله کې ۱۰ ډوله خوراکي توکي شامل دي چې پکې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، نخود، ماکاروني، د غوا غوښې کنسرو او بېلابېل ډول بسکېټونه شامل دي. دا مرستې د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوي چې د وروستیو ستونزو او اقتصادي فشارونو له امله مرستو ته سخته اړتیا لري

په رسمي مراسمو کې چې د حیرتان بندر په سیمه کې ترسره شول، د بلخ ولایت د مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګشوف، د سرخان‌دریا ولایت والي اولغ‌بیګ قاسم‌اف او د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي حاضر وو

نورالهادي ابو ادریس د ازبکستان له دې بشري اقدام څخه مننه وکړه او دا یې د کابل او تاشکند ترمنځ د نیکو ګاونډیتوب، ورورولۍ او همکارۍ څرګند مثال وباله. هغه وویل چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې، په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو له وروستیو سیلابونو وروسته او د زیاتو بې‌ځایه شوو کورنیو د اړتیاوو د زیاتوالي له امله، دا ډول مرستې ځانګړی ارزښت لري

هغه زیاته کړه چې د راستنېدونکو کډوالو زیات شمېر د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده او دغه مرستې به په شفاف ډول مستحقو کورنیو ته، په ځانګړي ډول په بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې ووېشل شيپه همدې حال کې، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف وویل چې دا مرستې د ولسمشر شوکت میرضیایف په هدایت او د قربان اختر په مناسبت د افغانستان خلکو ته استول شوې دي. هغه دا اقدام د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ، نیک ګاونډیتوب او همکارۍ د پیاوړتیا څرګندونه وبلله

ازبک چارواکو ټینګار کړی چې تاشکند به د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري او پراختیایي همکارۍ روانې ساتي، څو د سیمې د ثبات، پرمختګ او اقتصادي نښلونې لپاره ګډ کار لا پیاوړی شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto