د روسیې درملیز شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي
بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)
د روسیې مشهور درملیز شرکت «فارما سینتز» اعلان کړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د خپلو درملو صادرات پیل کړي؛ هغه ګام چې د روسیې د یوه درملیز شرکت لومړنی رسمي ننوتل د افغانستان بازار ته بلل کېږي
د روسیې د «کومرسانت» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه شرکت د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې د درملو لومړنۍ جوپه په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان بازارونو ته ورسېږي
راپورونه وایي، دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو او معیاري درملو له کمښت سره مخ دی او ګڼ ناروغان د درملنې لپاره له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
شنونکي باور لري چې د روسي درملو بازار ته داخلېدل کولای شي د افغانستان د روغتیايي سکټور لپاره نوی بدلون رامنځته کړي، ځکه د درملو د کمښت او لوړو بیو ستونزه لا هم د خلکو له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي
د اقتصادي چارو کتونکي وایي، که دغه هوکړه په بریالۍ توګه عملي شي، نو دا به د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هم نوې دروازې پرانیزي او ښايي په راتلونکې کې نور روسي شرکتونه هم د افغانستان بازار ته مخه کړي
تر اوسه د هغو درملو د ډولونو او بیو په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې راتلونکې اوونۍ به په دې تړاو نور معلومات هم شریک شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1670
-
اخبار افغانستان
740
-
مقاله
341
-
سیاست
95
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl