د ایرلنډ نوې بشري مرسته؛ افغانستان ته د میلیونونو یورو د مرستو اعلان
بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» اعلان کړی چې ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۳ میلیونه یورو، چې نږدې ۳.۴۴ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې ده
اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د بشري مرستو د پیاوړتیا، د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او اړمنو کورنیو ته د مرستو د رسولو لپاره وکارول شي
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه خلک د خوړو، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو د کمښت له ګواښ سره ژوند کوي. د ژمي له تېرېدو وروسته هم په ګڼو سیمو کې زرګونه کورنۍ د بېوزلۍ، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله مرستو ته اړتیا لري
شنونکي وایي، د ایرلنډ دا تازه مرسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې نړیوال بنسټونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او د مرستندویه بودجې د کمېدو خبرداری ورکوي. د دوی په اند، دا ډول مرستې کولای شي د زرګونو اړمنو کورنیو لپاره د هیلې څرک شي او د بشري ناورین د ژورېدو مخه تر یوه بریده ونیسي
اوچا ټینګار کړی چې نړیوال ملاتړ لا هم د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري او د بشري مرستو دوام د میلیونونو خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره اړین دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1670
-
اخبار افغانستان
740
-
مقاله
341
-
سیاست
95
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl