د سیمې د خونديتوب د ناندریو په منځ کې؛ محمد یعقوب مجاهد مسکو ته ورسېد
بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)
د سیمې او نړۍمحمد یعقوب مجاهد د پوځي او خونديتوب د لوړپوړو څېرو په ستره غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی
د طالبانو د دفاع وزارت وایي، په دې غونډه کې به د سیمې د خونديتوب، ګډو مرستو، پولو ساتنې او د وسلوالو ډلو د ګواښونو په اړه پراخې خبرې وشي
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې روسي چارواکو په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د ډېرېدو په اړه تازه اندېښنې را پورته کړې دي
د روسیې د خونديتوب شورا منشيویلي، په افغانستان کې د داعش په ګډون شاوخوا شل بېلابېلې وسلوالې ډلې شته چې نږدې درې ویشت زره وسلوال لري او د سیمې د ارامۍ لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي
نوموړي خبرداری ورکړی چې که د دغو ډلو د پراختیا مخه ونه نیول شي، نو د منځنۍ اسیا هېوادونه به هم له سختو ناخوالو او خونديتوبیزو ستونزو سره مخ شي. هغه ویلي، د افغانستان روان حالت د سیمې هېوادونه اړ کړي چې خپل ګډ دریځ او همغږي لا پیاوړې کړي
بلخوا د طالبانو حکومت بیا بیا دا څرګندونې رد کړې دي. د طالبانو چارواکي وایي، د افغانستان خاوره به هېڅ ډلې ته د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه ور نه کړل شي او دوی په ټول هېواد کې د ارامۍ د ټینګښت لپاره پراخ ګامونه پورته کړي دي
د محمد یعقوب مجاهد د مسکو سفر ته د سیمې د اړیکو او سیاسي نږدېوالي له پلوه مهم ګام ویل کېږي. شنونکي باور لري چې روسیه هڅه کوي د افغانستان له اوسني واکمن حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د سیمې د بدلېدونکو حالاتو په اړه نږدې همغږي وساتي
په وروستیو میاشتو کې د سیمې ګڼو هېوادونو د افغانستان د خونديتوب حالت ته ځانګړې پاملرنه ډېره کړې ده، ځکه د وسلوالو ډلو د بیا پیاوړتیا وېره د سیمې د هېوادونو لپاره لویه اندېښنه بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?