news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیه: داعش خراسان د MI6 په ملاتړ د افغانستان شمال ناارامه کول غواړي

روسیه: داعش خراسان د MI6 په ملاتړ د افغانستان شمال ناارامه کول غواړي

روسیې ادعا کړې چې داعش خراسان او د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې د بریتانیا د استخباراتو په ملاتړ هڅه کوي د افغانستان شمال ناارامه کړي.

بریانیوز( سه‌شنبه، ٥ جوزا ١٤٠٥)

د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې (FSB) مشر، الکساندر بورتنیکوف، ادعا کړې چې د داعش خراسان ډلې او د طالبانو ضد ځینې نورې وسله‌والې ډلې د بریتانیا د استخباراتي شبکې MI6 په مالي او استخباراتي ملاتړ هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو حکومت کمزوری او بې‌ثباته کړي.

هغه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو (CIS) د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په شمال کې داسې سیمې رامنځته کړي چې د طالبانو له کنټرول څخه بهر وي، څو له هماغو سیمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت، ثبات او سیمه‌ییز نظم ته ګواښونه زیات شي.

بورتنیکوف زیاته کړه چې دغه پلانونه نه یوازې د افغانستان د وضعیت د خرابېدو سبب کېدای شي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیتي وضعیت به هم ژور اغېز وکړي.

بورتنیکوف خبرداری ورکړ چې داعش خراسان په فعاله توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو او همداراز په روسیه کې له مېشتو کډوالو کارګرو څخه د خپلو شبکو لپاره کسان جذبوي. د ده په وینا، دې ډلې په تاجکستان، اوزبکستان، قرغزستان او قزاقستان کې پټې شبکې او د مالي او لوژستیکي ملاتړ لارې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې او تاجکستان امنیتي ځواکونو د روان کال په پیل کې یوه ستره ترهګریزه ډله شنډه کړه چې د لویو بریدونو پلانونه یې لرل. نوموړي همداراز وویل، د اوزبکستان له استخباراتي ادارو سره په ګډه همکاري کې د مسکو په ګډون د روسیې په بېلابېلو سیمو کې پنځه احتمالي بریدونه د عملي کېدو مخکې خنثی شوي دي.

د FSB مشر له طالبانو سره د تروریزم ضد همکاریو پراخول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې روسیه هڅه کوي په افغانستان کې سیاسي ثبات او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو عادي کېدو ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «د سیمې ګډ امنیت د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره مستقیم تړاو لري.»

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto