news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جګړې له تودو سیورو وروسته؛ د ایران ولسي جرګې یو ځل بیا خپل پخوانی مشر وټاکه

د جګړې له تودو سیورو وروسته؛ د ایران ولسي جرګې یو ځل بیا خپل پخوانی مشر وټاکه

د جګړې له تودو سیورو وروسته؛ د ایران ولسي جرګې یو ځل بیا خپل پخوانی مشر وټاکه

بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)

له امریکا سره د وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو وروسته، د ایران ولسي جرګې خپله لومړنۍ مهمه غونډه ترسره کړه؛ هغه غونډه چې د هېواد د سیاسي راتلونکې لپاره یې ځانګړی ارزښت درلود

په دې ناسته کې محمدباقر قالیباف یو ځل بیا د جرګې د مشر په توګه وټاکل شو او د استازو پراخ ملاتړ یې ترلاسه کړ

محمد باقر قاليباف له شپږو کلونو راهیسې د ایران د ولسي جرګې مشري پر غاړه لري او هر ځل یې د استازو باور خپل کړی دی. د نوموړي بیا ټاکنه داسې مهال ترسره کېږي چې ایران له پوځي فشارونو، سیاسي کړکېچونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی

په دې غونډه کې د هېواد پر امنیتي حالت، سیمه‌ییزو بدلونونو او له امریکا سره پر وروستیو شخړو هم خبرې وشوې. د جرګې ډېرو غړو ټینګار وکړ چې ایران باید د بهرنیو فشارونو پر وړاندې خپل ملي یووالی او سیاسي ټینګښت وساتي

سیاسي شنونکي وایي، د قالیباف بیا ټاکنه ښيي چې د ایران واکمن نظام لا هم د پخواني سیاسي بهیر د دوام هڅه کوي او غواړي د هېواد دننه د پرېکړو لړۍ له بدلون پرته پر مخ یوسي

قالیباف د ایران په سیاسي ډګر کې له اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. نوموړي پخوا د تهران د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې او د هېواد په پوځي او سیاسي چارو کې اوږده مخینه لري

د ایران د ولسي جرګې دې ناستې نړۍ ته دا پیغام هم ورکړ چې تهران هڅه کوي د جګړې او فشارونو له سختو شېبو وروسته، خپل سیاسي بنسټونه پیاوړي او منظم وساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto