د منځني ختیځ جګړې میلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي
بریانیوز- یکشنبه، ١۷ جوزا ١٤٠٥
ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې روانې جګړې او ترینګلتیاوې میلیونونه کسان د لوږې او خوراکي ناامنۍ پر لور ورنږدې کړي دي
دغه بنسټ ویلي چې د سون توکو د بیو لوړېدل، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د سوداګریزو لارو ګډوډي د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یې د زیانمنو ټولنو پر ژوند فشارونه زیات شوي دي
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د مرستندویه ادارو لپاره د مالي سرچینو کمښت هم د دې لامل شوی چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري مرستو پروګرامونه محدود او یا کم شي، په داسې حال کې چې د مرستو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي
د ادارې مسئولینو ټینګار کړی چې که د تمویل ستونزه حل نه شي، میلیونونه اړمن کسان به له حیاتي خوراکي مرستو بېبرخې شي او بشري وضعیت به لا پسې خراب شي
شنونکي باور لري چې د جګړو اقتصادي اغېزې یوازې د جګړې سیمو پورې محدودې نه دي، بلکې د انرژۍ، سوداګرۍ او خوراکي توکو نړیوال بازارونه هم اغېزمنوي، چې پایله یې د بېوزلو او زیانمنو هېوادونو لپاره د ژوند د لګښتونو لوړېدل دي
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې په منځني ختیځ کې امنیتي ترینګلتیاوې دوام لري او نړیوال بشري بنسټونه د مرستو د بودجې د کمښت له امله د خپلو فعالیتونو د محدودېدو له خطر سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1679
-
اخبار افغانستان
767
-
مقاله
378
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl