news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جنوبي کوریا ولسمشر هان سیونګسوک د نوې صدراعظمې په توګه پارلمان ته معرفي کړه

د جنوبي کوریا ولسمشر هان سیونګسوک د نوې صدراعظمې په توګه پارلمان ته معرفي کړه

د جنوبي کوریا ولسمشر هان سیونګسوک د نوې صدراعظمې په توګه پارلمان ته معرفي کړه

بریانیوز- دوشنبه، ١۸ جوزا ١٤٠٥

د جنوبي کوریا ولسمشر  د ټکنالوژۍ د برخې مشهوره پانګه واله او سوداګره هان سیونګسوک د هېواد د نوې صدراعظمې په توګه پارلمان ته معرفي کړې ده

هان سیونګسوک د ټکنالوژۍ په سکټور کې له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي او تر دې وړاندې یې د یوې سترې ټکنالوژۍ کمپنۍ د مشرې او اجرائیه رئیسې په توګه دنده ترسره کړې ده

ولسمشر لی جي میونګ د نوموړې د معرفۍ پر مهال ویلي چې هان سیونګسوک د نوښت، مدیریت او اقتصادي پراختیا په برخو کې پراخه تجربه لري او هیله یې څرګنده کړې چې د حکومت له غړېدو وروسته به د جنوبي کوریا د اقتصاد، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

د هغه په وینا، د هېواد راتلونکی اقتصادي سیالۍ او پرمختګ له پرمختللې ټکنالوژۍ، نوښتونو او د مصنوعي ځیرکتیا له پراخې کارونې سره تړاو لري، او هان سیونګسوک کولی شي په دې برخه کې ارزښتناک بدلونونه رامنځته کړي

د جنوبي کوریا د قانون له مخې، نوموړې به اوس د پارلمان د ارزونې او سلا مشورو له پړاو څخه تېرېږي او وروسته به د باور رایې لپاره استازو ته وړاندې شي

شنونکي باور لري چې د خصوصي سکټور له مخکښو څېرو څخه د یوه لوړپوړي حکومتي مسئول ټاکل ښايي د جنوبي کوریا د اقتصادي او ټکنالوژیکو تګلارو پر راتلونکي اغېز ولري او د نوښت پر بنسټ د پراختیا بهیر ته نوی خوځښت ورکړي

دا نوماندي په داسې وخت کې کېږي چې جنوبي کوریا هڅه کوي د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او پرمختللو ټکنالوژیو په نړیواله سیالۍ کې خپل مخکښ ځای لا پیاوړی کړي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto