میرویس عزیزي: د لسګونو افغان ځوانانو د لوړو زدهکړو لګښت مې پر غاړه واخیست
بریانیوز- دوشنبه، ١۸ جوزا ١٤٠٥
افغان سوداګر د یو شمېر افغان ځوانانو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه محصلین د ده په مالي ملاتړ د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون څخه فارغ شوي دي عزیزي ویلي چې تېر کال په قرغیزستان کې د یادو محصلینو د زدهکړو بورسیې بندې شوې وې او د خپلو زدهکړو د دوام له ستونزې سره مخ شوي وو د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې نه شي، شخصاً یې مداخله وکړه او د هغوی د تحصیلي لګښتونو د پوره کولو مسئولیت یې پر غاړه واخیست هغه زیاته کړې چې د دغو محصلینو د فیسونو او اړوندو لګښتونو لپاره یې شاوخوا نیم میلیون امریکایي ډالر ورکړي، څو وکولای شي خپلې لوړې زدهکړې بشپړې او د فراغت سندونه ترلاسه کړي عزیزي ویلي، په تعلیم او مسلکي روزنه پانګونه د هېواد د راتلونکي لپاره تر ټولو ارزښتمنه پانګونه ده او د ځوانانو ملاتړ د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي شنونکي باور لري چې د خصوصي سکټور او ملي سوداګرو له لوري د زدهکړو ملاتړ کولی شي د افغان ځوانانو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي دا خبر په داسې وخت کې خپرېږي چې ګڼ افغان محصلین په بهرنیو هېوادونو کې د زدهکړو د لګښتونو او مالي ستونزو له امله له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
768
-
مقاله
391
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl