ټرمپ: له نتنیاهو سره به خبرې وکړم چې د ایران د بریدونو په غبرګون کې له زغم کار واخلي
بریانیوز- دوشنبه، ١۸ جوزا ١٤٠٥
د امریکا ولسمشر ویلي چې له د اسراییل د لومړي وزیر سره به خبرې وکړي او له هغه به وغواړي چې د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې له پوځي زغم څخه کار واخلي ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ایران وروستي اقدامات د روانو سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو لپاره زیانمن دي او کولی شي د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کړي د امریکا ولسمشر له تهران څخه هم غوښتي چې بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي او د شخړو د حل لپاره سیاسي لارې غوره کړي. د هغه په وینا، د تاوتریخوالي دوام به د سیمې د امنیت او ثبات لپاره نورې ستونزې رامنځته کړي دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې ایران د راپورونو له مخې، د اسراییل پر لور توغندي توغولي دي. ویل کېږي دغه اقدام د اسراییلو له هغو بریدونو وروسته شوی چې د اوربند له موجودو هڅو سره سره یې په سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي دي تر اوسه د ایران او اسراییلو چارواکو د وروستیو بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي شنونکي باور لري چې د واشنګټن، تهران او تلابیب ترمنځ هر ډول نوې ترینګلتیا کولی شي د منځني ختیځ پر امنیت، د انرژۍ پر بازارونو او د سیمهییز ثبات پر راتلونکي ژور اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
768
-
مقاله
391
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl