افغانستان او ایران د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي، د ایران–افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس محمود سیادت او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي او د اقتصادي راکړې ورکړې د کچې د لوړولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي
د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ویلي چې افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د دې څرګندونه کوي چې تهران له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره جدي لېوالتیا او قوي اراده لري
هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ دوامداره همغږي او نږدې اړیکې کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي
په ورته وخت کې، د ایران–افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس محمود سیادت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه غوښتي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د خبرو اترو، سوداګریزو غونډو او اقتصادي ناستو د جوړېدو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي
دواړو لورو د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا، د شته اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی
کارپوهان باور لري چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ودې ته ګټه رسوي، بلکې د سیمې د اقتصادي نښلون او سوداګریز ثبات لپاره هم مهم رول لوبولای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?