news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د تهران او واشنګټن اړیکو کې نوی پرمختګ؛ عراقچي د هوکړې احتمال مطرح کړ

د تهران او واشنګټن اړیکو کې نوی پرمختګ؛ عراقچي د هوکړې احتمال مطرح کړ

د تهران او واشنګټن اړیکو کې نوی پرمختګ؛ عراقچي د هوکړې احتمال مطرح کړ

بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د لاسلیک کېدو امکان شته او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې دغه سند رسمي شي

عراقچي ویلي، دواړه لوري د خبرو اترو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي او که پاتې تخنیکي او سیاسي موضوعات حل شي، نو تفاهم‌لیک به په ډیجیټلي بڼه او له لرې واټن څخه لاسلیک شي. نوموړي زیاته کړې چې د لاسلیک د څرنګوالي او نېټې په اړه به وروسته رسمي اعلان وشي

په ورته وخت کې، د ایران د مذهبي مشر د پوځي سلاکارانو له ډلې محسن رضایي ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو د ازادولو اصل منلی، خو تر اوسه یې په ښکاره ډول د دې موضوع اعلان نه دی کړی

رضایي ویلي، د دغو شتمنیو ازادول د ایران او امریکا ترمنځ د باور جوړونې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې اغېزناک رول ولوبوي

تر اوسه امریکایي چارواکو د رضایي د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د ۲۴ میلیارده ډالرو د شتمنیو د ازادېدو په اړه یې کومه تاییدي څرګندونه نه ده کړې

شنونکي وایي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهم‌لیک لاسلیک شي، نو دا به د وروستیو کلونو له ترینګلتیاوو وروسته د تهران او واشنګټن په اړیکو کې یو مهم پرمختګ وبلل شي، خو د هر ډول احتمالي هوکړې د عملي کېدو لپاره لا هم ګڼ سیاسي او حقوقي خنډونه موجود دي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto