خالد حنفي: د افغانستان د چارو پرېکړه باید د افغانانو په لاس کې وي
بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ویلي چې د افغانستان د کورنیو چارو په اړه پرېکړې د افغانانو حق دی او هېڅ بهرنی لوری باید د هېواد په داخلي موضوعاتو کې لاسوهنه ونه کړي
نوموړي د محتسبانو یوې روزنیزې او اصلاحي غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی چې د ټولنې د دیني او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا د امر بالمعروف وزارت او د دې ادارې د کارکوونکو ګډ مسئولیت دی
د هغه په وینا، د دیني لارښوونو خپرول، د ټولنیز سمون لپاره هڅې او د اسلامي ارزښتونو ساتنه هغه دندې دي چې باید په بشپړ احساس او ژمنتیا ترسره شي
حنفي ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د بېلابېلو اختلافاتو او شخړو کچه راکمه شوې او هغه هڅې چې د ده په وینا د نظام د کمزوري کولو لپاره ترسره کېدې، مطلوبه پایله یې نه ده لرلې
هغه محتسبانو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره د تعامل پر مهال له زغم، مسئولیت او ښه چلند څخه کار واخلي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې جدي پاتې شي
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو د کورنیو پالیسیو او د امر بالمعروف وزارت د فعالیتونو په اړه په کور دننه او بهر بېلابېل بحثونه او غبرګونونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1687
-
اخبار افغانستان
797
-
مقاله
448
-
سیاست
132
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl