news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د روسیې د تېلو مهمه تاسیسات په نښه شول؛ اوکراین د جګړې د تمویل سرچینې هدف بولي

د روسیې د تېلو مهمه تاسیسات په نښه شول؛ اوکراین د جګړې د تمویل سرچینې هدف بولي

د روسیې د تېلو مهمه تاسیسات په نښه شول؛ اوکراین د جګړې د تمویل سرچینې هدف بولي

بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥

د مسکو په سوېل ختیځ کې د تېلو پر یوې تصفیه‌ خونې د اوکرایني بې‌ پیلوټه الوتکو له برید وروسته پراخ اور بل شوی او د سیمې د بېړنیو خدمتونو ډلې د اور د مهارولو لپاره ګومارل شوې دي

اوکرایني چارواکو ویلي چې دغه برید د روسیې د انرژۍ پر هغو بنسټونو ترسره شوی چې د دوی په وینا د جګړې د مالي لګښتونو د برابرولو مهمه سرچینه ګڼل کېږي

کیف باور لري چې د روسیې د تېلو او انرژۍ پر سکتور فشار راوستل کولی شي د مسکو د پوځي وړتیاوو پر دوام اغېز وکړي

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر د جي-۷ هېوادونو غونډې ته په وینا کې ویلي چې د جګړې اوسنی بهیر د اوکراین په ګټه روان دی او روسي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د جګړې په ډګر کې ټاکونکي پرمختګونه ترلاسه کړي

نوموړي د نړیوالو متحدینو د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې اوکراین به د خپلې خاورې د دفاع او د روسي بریدونو پر وړاندې د مقاومت هڅو ته دوام ورکړي

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم د پوځي، اقتصادي او ستراتیژیکو فشارونو نوي پړاو ته داخله شوې او دواړه لوري د یو بل مهم بنسټونه او تاسیسات په نښه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto