news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا د ایران پر سمندري لارو محدودیتونه لرې کړل؛ جنګي بېړۍ به لا هم په سیمه کې پاتې وي

امریکا د ایران پر سمندري لارو محدودیتونه لرې کړل؛ جنګي بېړۍ به لا هم په سیمه کې پاتې وي

امریکا د ایران پر سمندري لارو محدودیتونه لرې کړل؛ جنګي بېړۍ به لا هم په سیمه کې پاتې وي

بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي چې د ولسمشر له امر وروسته د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د بېړیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه پای ته رسېدلي دي

د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکایي ځواکونه نور د فارس خلیج او عمان سمندر له لارې د ایران بندرونو ته د بېړیو د تګ او راتګ مخه نه نیسي او سمندري تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ستون شوی دی

د یادې قومندانۍ په وینا، دا ګام د وروستۍ هوکړې د پلي کېدو د بهیر یوه برخه ده او تمه کېږي چې د سیمې د سمندري سوداګرۍ او لېږد رالېږد په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي

سره له دې، سنټکام ټینګار کړی چې د امریکا سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ به لا هم په سیمه کې خپل حضور وساتي، څو د هوکړې د مادو د عملي کېدو څارنه وکړي او د سمندري امنیت وضعیت له نږدې وڅاري

شنونکي وایي، د دغو محدودیتونو لرې کېدل د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو پرمختګونو یوه مهمه پایله بلل کېږي او ښایي د سیمې د امنیتي او اقتصادي وضعیت پر راتلونکو بدلونونو هم اغېز ولري

دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته شوی چې د منځني ختیځ هېوادونه او نړیوال بازارونه د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو تفاهمونو پایلو ته په تمه دي او د سیمې د ثبات لپاره یې مهم ګام ګڼي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto