حسن کاظمي قمي: د احمد مسعود بلنه د ایران د افغانستان د تګلارې خلاف نه ده
بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥
د ایران د پخواني ولسمشر د افغانستان د چارو ځانګړي استازي د ایران د پخواني مذهبي مشر د جنازې مراسمو ته د د بلنې په اړه راپورته شویو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه د ایران د افغانستان په تړاو له تګلارې سره په ټکر کې نه ده، ځکه د تهران اړیکې یوازې له واکمنو چارواکو سره نه، بلکې د افغانستان له بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي لورو سره هم دوام لري
کاظمي قمي ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په اړه خپله تګلاره د حکومتونو له بدلون سره نه بدلوي. د هغه په وینا، د تهران بنسټیزه موخه د افغانستان له خلکو سره د اړیکو ساتل دي، او له همدې امله د افغان ټولنې له بېلابېلو استازو سره اړیکې د ایران د سیمهییز سیاست یوه مهمه برخه جوړوي
هغه زیاته کړه، افغانستان بېلابېل سیاسي او ټولنیز جریانونه لري. د ده په خبره، اوس مهال د افغان ټولنې د یوې برخې استازي پر هېواد واکمني کوي، خو د ټولنې نورې برخې هم خپل استازي لري او باید له پامه ونه غورځول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو شخصیتونو حضور په تهران کې د کوم ځانګړي سیاسي دریځ د منلو معنا نه لري، بلکې د اړیکو او خبرو اترو د دوام یوه برخه ده
کاظمي قمي همدارنګه ویلي، د ایران او افغانستان اړیکې یوازې په سیاسي چوکاټ کې نه راټولېږي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې کلتوري، تاریخي، دیني او اخلاقي اړیکې شته چې باید خوندي او پیاوړې وساتل شي. د هغه په وینا، ایران د بېلابېلو افغان شخصیتونو حضور ته د متقابل تفاهم او سیمهییزو اړیکو د پراختیا په سترګه ګوري
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال شوې چې د احمد مسعود د بلنې موضوع په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پراخو بحثونو او بېلابېلو غبرګونونو لامل شوې ده، او د سیمې د سیاسي څارونکو پام یې هم ځان ته اړولی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?