حماس: په غزه کې مو حکومت منحل کړ، واک د فلسطیني متخصصانو ادارې ته سپارو
بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥
د غورځنګ اعلان کړی چې په غزه تړانګه کې یې خپل شاوخوا لس کلن حکومت منحل کړی او چمتو دی چې د سیمې اداري چارې د فلسطیني متخصصانو او خپلواکو کارپوهانو یوې ادارې ته وسپاري
د راپورونو له مخې، حماس ویلي چې دا پرېکړه د غزې د راتلونکي ادارې لپاره د یوې نوې طرحې په چوکاټ کې شوې او موخه یې د جګړې له پای وروسته د ملکي ادارو د فعالیتونو تنظیم او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي
حماس زیاته کړې چې د اداري واک له سپارلو سره سره به د هغو سیمو امنیت ته دوام ورکړي چې د امریکا په منځګړیتوب له اسراییل سره د اوربند له هوکړې وروسته لا هم د دغه غورځنګ تر نفوذ لاندې دي. د غورځنګ په وینا، د امنیت ساتنه او د عامه نظم ټینګښت به د دوی له لومړیتوبونو څخه وي
دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د غزې د جګړې د پای، د سیمې د راتلونکي سیاسي جوړښت او د واک د لېږد په اړه سیمهییز او نړیوال بحثونه روان دي. د فلسطیني ډلو او نړیوالو لورو ترمنځ د غزې د راتلونکي ادارې په اړه بېلابېل وړاندیزونه مطرح شوي، خو تر اوسه وروستۍ هوکړه نه ده شوې
تر اوسه د اسراییل، فلسطیني ادارې او نورو نړیوالو لورو له خوا د حماس د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو تمه کېږي چې دا اعلان به د غزې د راتلونکي سیاسي وضعیت او د سولې د روانو هڅو په اړه نوي بحثونه را وپاروي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1699
-
اخبار افغانستان
833
-
مقاله
531
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl