امریکا د کډوالۍ: د افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند نوې پوښتنې راپورته کړې
امریکا د کډوالۍ: د افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند نوې پوښتنې راپورته کړې
بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په بندخونه کې د مړ شوي افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند ښيي چې نوموړی د شدید حساسیت او ساه لنډۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د راپورونو له مخې، پکتیاوال د روان زېږیز کال د مارچ په ۱۴مه د امریکا د ټکساس ایالت د ډالاس ښار په یوه روغتون کې مړ شوی و، خو امریکايي چارواکو هغه مهال د نوموړي مړینه یوه پېښه بللې وه
اوس د مړینې د سند له خپرېدو وروسته د پېښې په اړه نوې پوښتنې راپورته شوې دي. د افغان ایواک سازمان او د امریکا د کانګرس دوو غړو له اړوندو ادارو غوښتي چې د محمد نذیر پکتیاوال د جسد د معاینې بشپړ راپور خپور کړي او د مړینې د علت په اړه روښانه معلومات وړاندې کړي
د افغان ایواک سازمان مشر ویلي، د پکتیاوال کورنۍ غواړي پوه شي چې کومې مادې د هغه په بدن کې شدید حساسیت رامنځته کړی، دا ماده څنګه د هغه بدن ته رسېدلې او ولې د مړینې په سند کې د پېښې نېټه د هغه د نیول کېدو له ورځې مخکې ثبت شوې ده
د نوموړي کورنۍ او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي چې د دې پېښې په اړه باید هر اړخیزه او روڼ تحقیقات ترسره شي، څو د مړینې د لامل او د ثبت شویو معلوماتو په اړه ټولې موجودې پوښتنې ځواب شي
تر اوسه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د دغو تازه پوښتنو او غوښتنو په اړه رسمي وضاحت نه دی خپور کړی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?