شهابالدین دلاور : د افغاني سرې میاشتې مشر د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو غوښتنه وکړه
شهابالدین دلاور : د افغاني سرې میاشتې مشر د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو غوښتنه وکړه
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره په لیدنه کې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړینو درملو د برابرولو غوښتنه کړې ده
د افغاني سرې میاشتې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د ناروغانو د اړتیاوو د پوره کولو او د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې
شهابالدین دلاور له ازبکستاني سوداګرو غوښتي چې د زړه او رواني ناروغیو د درملنې لپاره د اړتیا وړ درملو په برابرولو کې همکاري وکړي، څو ناروغان وکولای شي اړین روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي
په ورته وخت کې، ازبکستاني سوداګرو د روغتیايي برخې په ګډون د بشري مرستو او همکاریو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د اړتیا وړ برخو کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
د روغتیايي چارو مسوولین وایي، د درملو برابرول او د ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوې رامنځته کول د هېواد له مهمو اړتیاوو څخه دي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغیو په برخه کې چې دوامدارې درملنې ته اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
836
-
مقاله
539
-
سیاست
179
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl