news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عبدالسلام حنفي: د روغتیا پنځه کلنه ستراتیژي د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی

عبدالسلام حنفي: د روغتیا پنځه کلنه ستراتیژي د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی

 عبدالسلام حنفي: د روغتیا پنځه کلنه ستراتیژي د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی

 بریانیوز/سه شنبه  ( ۱۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د طالبانو د حکومت د اداري مرستیال رئیس‌الوزرا عبدالسلام حنفي ویلي، د روغتیا ملي پنځه کلنې ستراتیژۍ جوړول د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی او ټینګار یې کړی چې دا ستراتیژي باید په اغېزمن او هر اړخیز ډول پلې شي

حنفي د دغې ستراتیژۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره د روغتیايي مرکزونو د ظرفیت لوړول، د روغتیايي بنسټونو تجهیز، د طبي پرسونل روزنه او پیاوړتیا، د طبي وسایلو برابرول او د معیاري لابراتوارونو جوړول بنسټیز ارزښت لري

هغه زیاته کړه، د روغتیايي سکټور پیاوړتیا د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کېدو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره اړینه ده، او په دې برخه کې به د اوږدمهالو پروګرامونو عملي کول لومړیتوب ولري

د طالبانو حکومت وایي، د روغتیا ملي پنځه کلنه ستراتیژي د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د درملنې د کیفیت د لوړولو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو د پراخولو لپاره جوړه شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto