ضیاءالحق امرخېل: حکومتونه د اصلاح لپاره محدود وخت لري
بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کابینې پخوانی غړی ضیاءالحق امرخېل وايي، حکومتونه د بدلون، اصلاحاتو او د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره محدود او لنډمهاله فرصتونه لري
امرخېل په یوه پیغام کې ویلي، تاریخ ښيي چې هغه حکومتونه چې له خپلو فرصتونو څخه په مناسب وخت، هوښیارۍ او مسؤولانه توګه ګټه نه اخلي، وروسته د اصلاحاتو لپاره هر ډول هڅه کوي، خو د ولس په نظر کې یې اغېز او ارزښت کمېږي
نوموړي ټینګار کړی چې د حکومتونو لپاره یوازې د اصلاحاتو اعلان بسنه نه کوي، بلکې اړینه ده چې د بدلون لپاره عملي ګامونه پر وخت واخیستل شي او د خلکو غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي
د امرخېل په وینا، که حکومتونه د بدلون او اصلاح اړتیاوې له پامه وغورځوي، د وخت په تېرېدو سره د خلکو باور کمېږي او وروسته ترسره کېدونکې اصلاحات ښايي د ولس له لوري د باور او هرکلي وړ ونه ګڼل شي
هغه ویلي، «حکومتونه د بدلون او اصلاح لپاره محدود او لنډمهاله فرصتونه لري؛ څوک چې له دې فرصتونو پر وخت، هوښیارانه او مسؤولانه استفاده ونه کړي، وروسته یې اصلاحات هم د ولس په نظر کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1752
-
اخبار افغانستان
907
-
مقاله
641
-
سیاست
259
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl