حامد کرزی: جمهوریت مات شو، خو افغانستان نه ماتېږي؛ دا هېواد به بریالی کېږي
بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، هغه جمهوري نظام چې ده یې د جوړېدو په بهیر کې ونډه لرله، له منځه ولاړ؛ خو افغانستان نه دی مات شوی او په پای کې به دا هېواد له اوسنیو ستونزو ووځي او بریا ته به ورسېږي
کرزي له یوې ایټالوي ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ پر ملي یووالي، پخلاینې او د اختلافاتو پر سولهییز حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان راتلونکی باید د ټولو افغانانو په ګډو هڅو جوړ شي
نوموړي د نجونو د زدهکړو پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نجونو تعلیم د میلیونونو افغانانو یوه بنسټیزه او مهمه غوښتنه ده
کرزي د افغانستان په اړه د امریکا پر پوځي تګلارو هم سختې نیوکې کړې دي. د هغه په باور، د افغانستان د جګړې پر مهال د پوځي لارو چارو ډېر تمرکز د هېواد د ستونزو د حل پر ځای د جګړې د اوږدېدو لامل شو
پخواني ولسمشر پاکستان هم د جمهوري نظام د کمزوري کېدو له مهمو عواملو څخه بللی او ویلي یې دي چې د اسلاماباد سیاستونو د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت منفي اغېز کړی دی
کرزي زیاته کړې چې اوس په کابل کې له سختو محدودیتونو سره ژوند کوي، خو له دې سره سره خوښ دی چې له خپل هېواد څخه بهر نه دی وتلی او په افغانستان کې پاتې شوی دی
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره باید د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پر ځای د ګډ تفاهم، زغم او پخلاینې زمینه برابره شي
د کرزي په وینا، د افغانستان ستونزې که هر څومره ژورې وي، دا هېواد د ماتېدو وړ نه دی او افغانان به په ګډه د خپل هېواد لپاره د یوه باثباته او بریالي راتلونکي لاره پیدا کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?