news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یونیسف: په دایکنډي کې نږدې ۶۲۷ زره کسانو ته روغتیايي او حفظ‌الصحې خدمتونه رسېدلي

یونیسف: په دایکنډي کې نږدې ۶۲۷ زره کسانو ته روغتیايي او حفظ‌الصحې خدمتونه رسېدلي

یونیسف: په دایکنډي کې نږدې ۶۲۷ زره کسانو ته روغتیايي او حفظ‌الصحې خدمتونه رسېدلي

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش) 

دایکنډي – په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) استازی تاج‌الدین اویواله وايي، په دایکنډي ولایت کې شاوخوا ۶۲۷ زره کسانو ته د روغتیا او حفظ‌الصحې اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي

اویواله ویلي، دغه خدمتونه د دایکنډي ولایت په نهو ولسوالیو کې د اړوندو پروګرامونو له لارې خلکو ته رسېدلي دي

د یونیسف د استازي په وینا، دایکنډي له بامیان وروسته په افغانستان کې دویم ولایت دی چې په ډاګ کې د حاجت رفع کولو ستونزه پکې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده

نوموړي ویلي، د دغو پروګرامونو اساسي موخه د ماشومانو او کورنیو لپاره د پاک، سالم او خوندي چاپېریال برابرول او د روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره د خلکو د پوهاوي او خدمتونو پراخول دي

اویواله زیاته کړې چې د یادو روغتیايي او حفظ‌الصحې خدمتونو مالي ملاتړ د جاپان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري شوی دی

د یونیسف په وینا، د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او مناسبې حفظ‌الصحې پراختیا په ځانګړې توګه د ماشومانو د ناروغیو د مخنیوي او د هغوی د سالمې ودې لپاره مهمه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto