news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډونالډ ټرمپ: له ایران څخه به د تاوان جبران وغواړو

ډونالډ ټرمپ: له ایران څخه به د تاوان جبران وغواړو

ډونالډ ټرمپ: له ایران څخه به د تاوان جبران وغواړو

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش) 

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به له ایران سره په احتمالي راتلونکو خبرو کې له تهران څخه د هغو زیانونو د جبران غوښتنه وکړي چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو او وروستیو نښتو له امله رامنځته شوي دي

ټرمپ په «ټروت سوشیال» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي، ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو څخه د اوښتو زیانونو په بدل کې د تاوان غوښتنه کړې؛ خو د نوموړي په وینا، دا موضوع په تېرو خبرو او لیدنو کې نه وه مطرح شوې

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې واشنګټن به هم له ایران څخه د هغو امریکايي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په بدل کې د تاوان غوښتنه وکړي چې د تېرو شخړو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی یا ټپیان شوي دي

ټرمپ په ځانګړي ډول د «یو اس اس کول» بېړۍ د برید قربانیانو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته هم باید تاوان ورکړل شي

نوموړي همداراز ویلي چې د ایران د وروستیو پنځو میاشتو د نښتو پر مهال د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره به هم د تاوان غوښتنه مطرح کړي

ټرمپ ټینګار کړی چې امریکايي استازي به په هر ډول راتلونکو خبرو کې له تهران سره د غرامت موضوع مطرح کوي

د امریکا او ایران ترمنځ د تاوان پر سر د اختلافاتو مطرح کېدل په داسې حال کې دي چې دواړه لوري د راتلونکو احتمالي خبرو او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل لارې په لټه کې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto