news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : د جورج ټاون پوهنتون ارزونه: افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی

واشنګټن : د جورج ټاون پوهنتون ارزونه: افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی

واشنګټن : د جورج ټاون پوهنتون ارزونه: افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د ښځو، سولې او امنیت انسټیټیوټ په خپله کلنۍ ارزونه کې افغانستان د ښځو د ژوند، خوندیتوب او حقونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ټیټ هېواد بللی دی

د دې ارزونې له مخې، افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو په نوملړ کې وروستی ځای لري. په راپور کې د ښځو وضعیت د ۱۳ بېلابېلو شاخصونو له مخې ارزول شوی چې پکې د ښځو خوندیتوب، عدالت ته لاسرسی، سیاسي او ټولنیز مشارکت او د هغوی د حقونو وضعیت شامل دي

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه او د هغوی د زده‌کړو، کار، ټولنیز ژوند او عامه چارو ته د لاسرسي کمښت د هېواد د وروستي ځای خپلولو له مهمو عواملو څخه دي

په مقابل کې، ډنمارک د ښځو د خوندیتوب، عدالت او مشارکت له پلوه د نړۍ لومړی هېواد بلل شوی دی. له ډنمارک وروسته ایسلنډ، ناروې، سویډن او فنلنډ د ښځو لپاره د غوره شرایطو لرونکو هېوادونو په کتار کې راغلي دي

د ښځو، سولې او امنیت شاخص هڅه کوي په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو د ژوند وضعیت د امنیت، عدالت او مشارکت له اړخه وارزوي

د راپور له مخې، د هېوادونو ترمنځ د ښځو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې د پام وړ توپیرونه لا هم شته او افغانستان د دې تشې تر ټولو څرګند مثال بلل شوی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto