ناروې د کډوالو شورا: ناټو افغانانو سره خپلې ژمنې هېرې کړې دي
بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د ناروې د کډوالو شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ناټو غړو هېوادونو له افغانانو سره کړې ژمنې له پامه غورځولې او په داسې حال کې یې افغانان یوازې پرېښي چې په هېواد کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي
د دې شورا مشر یان ایګلنډ ویلي، ناټو غړو هېوادونو له افغان نجونو او هلکانو مخ اړولی او د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو پر مهال یې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې
د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
راپور زیاتوي چې د راستنو شویو افغانانو شاوخوا ۷۳ سلنه وزګار دي او د کار نشتوالی، کمزوری اقتصادي وضعیت او د لومړنیو خدمتونو محدود لاسرسی د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د کډوالو د بېرته ستنېدو ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزې او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د افغانانو پر ژوند فشار زیاتوي
یان ایګلنډ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي، ځکه د میلیونونو افغانانو بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او د نړیوالو مرستو کمښت کولی شي وضعیت نور هم خراب کړي
د شورا په باور، د افغانانو د ملاتړ لپاره دوامدارې بشري مرستې، د کار فرصتونه او د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا اړینه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1753
-
اخبار افغانستان
907
-
مقاله
643
-
سیاست
260
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl