news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کییف – مسکو: د روسیې او اوکراین په تازه بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

کییف – مسکو: د روسیې او اوکراین په تازه بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

کییف – مسکو: د روسیې او اوکراین په تازه بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د روسیې او اوکراین ترمنځ په وروستیو متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د راپورونو له مخې، په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله دوه کسان وژل شوي، په ورته وخت کې د روسیې د بلګورود په سیمه کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پر ملکي سیمو د دواړو لورو بریدونه په کلکه غندلي او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل مسؤولیتونه رعایت کړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې روسیې یوازې په روانه اوونۍ کې پر اوکراین ۶۱ بېلابېل توغندي توغولي دي

د کییف او مسکو ترمنځ جګړه، چې له څلورو کلونو راهیسې روانه ده، لا هم د پای ته رسېدو کومه روښانه نښه نه لري. سره له دې چې د جګړې د درولو لپاره څو ځله د خبرو او منځګړیتوب هڅې شوې، خو د دواړو لورو ترمنځ پوځي نښتې او متقابل بریدونه لا هم دوام لري

نړیواله ټولنه پر دواړو لورو د بریدونو د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto