news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران: په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۲۰۰ زره بې‌اسناده افغانان ایستلي

ایران: په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۲۰۰ زره بې‌اسناده افغانان ایستلي

ایران: په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۲۰۰ زره بې‌اسناده افغانان ایستلي

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران – د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند علي زیني‌وند وايي، دغه هېواد په تېرو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ زره بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي

زیني‌وند ویلي، د بې‌اسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر د ایران د کډوالۍ او بهرنیانو د اوسېدنې د تګلارو له مخې دوام لري

د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه شمېره په داسې حال کې اعلانوي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی او زرګونه افغانان هره ورځ د اسلام‌قلعه او ابریشم له لارو افغانستان ته ستنېږي

د کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې او د مرستندویه بنسټونو په وینا، راستنېدونکي له سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي

افغانستان ته د ستنېدونکو د زیاتوالي له دوام سره، د کډوالو د بیا مېشتېدو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو موضوع د بشري مرستندویه ادارو لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto