افغانستان او پاکستان : د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې؛ سوداګر د عملي ګامونو غوښتنه کوي
بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړل شویو سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره له حکومتي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي؛ خو تر اوسه په رسمي کچه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی
د دغې خونې د افغان برخې مشر خان جان الکوزي وايي، دوی په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو او د حکومت له یو شمېر لوړپوړو مسؤلینو سره لیدلي او د سوداګریزو لارو د پرانیستلو موضوع یې ورسره شریکه کړې ده
الکوزي زیاتوي چې په دې لړ کې ځینې مثبتې نښې لیدل شوې دي، خو د لارو د عملي پرانیستلو لپاره لا هم کومه څرګنده پرېکړه نه ده شوې
بلخوا، پاکستاني سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او زرګونو کارګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
د سوداګرو په وینا، د پولو بندښت نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د لېږد بهیر یې هم له جدي خنډونو سره مخ کړی دی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه ټینګار کوي چې د سوداګریزو لارو پرانیستل د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د بېرته پیاوړتیا لپاره مهم دي او باید د سیاسي اختلافاتو له امله د سوداګرۍ او عامو خلکو ژوند زیانمن نه شي
سوداګر هیله لري چې د دواړو هېوادونو چارواکي د خبرو له لارې د پولو د ستونزې لپاره عملي حل ومومي او هغه لارې بېرته پرانیزي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادونو لپاره حیاتي ارزښت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?