د هېواد د بحران د حل نوې طرحه؛ حزب اسلامي یې ملاتړ کوي، خو د پنځم بند په اړه ملاحظه لري:
د افغانستان د روان بحران د سولهییز حل لپاره د «ملي وحدت میثاق» په نوم نوې طرحه وړاندې شوې چې د ملي اجماع، د ولس د رأیې درناوي، آزادو ټاکنو او د قانوني حکومت د جوړېدو وړاندیز کوي.
بریانیوز- سهشنبه، ٢٠ اسد ١٤٠٥
حزب اسلامي وايي، له پنځم بند پرته د دې طرحې له نورو برخو او عمومي روحیې سره موافق دی؛ خو د پنځم بند په اړه، چې د اسلامي امارت د مخالفت په صورت کې د ملي پاڅون یادونه کوي، ملاحظه لري او ټینګار کوي چې د پنځم بند په ارتباط پرېكړه هغه مهال ته وځنډول شي چي هم د امارت مخالفت څرگند شوى وي او هم د موافقو لوريو توافق؛ د موافقينو په گډي غونډي كي پرې بحث وشي او مناسب تصميم ونيول شي.
د دې طرحې بشپړ او تفصیلي متن په لاندې ډول وړاندې کېږي:
د افغانستان د بحران د حل اړوند؛ مهم او رغنده تړون؛
د اغېزمنو گوندونو او لوريو تر منځ
بسم اللَّٰه الرحمٰن الرحيم
د ملي وحدت ميثاق
د هېواد بحران ته د حل نوې طرحه
سريزه
هېواد د يوې بلي نيابتي جگړي په لور روان دئ؛ لړۍ ئې پيل شوې؛ ناامني، فقر، د ميليونونو مهاجرينو ستونزه، د هغوی جبري ايستل او ناسم راستنول، د دوى په رغنده او مناسب اسكان او د ستونزو حلولو كي د حکومت ناتواني، د داسي حکومت نشتوالى چي له کورني مشروعيت او بهرني رسمي اعتراف برخمن وي، د ملت ممثلي او منتخبي درنې شورى نشتون؛ هغه چي ملي اجماع تمثيل او تأمين كړى شي، د داسي اساسي قانون تشه چي ملي ميثاق وگڼل شي، قبيلوي ديکتاتوري، د واک انحصار د يوه شخص او يا په هغه پوري د تړلې ډلي او قبيلې له لوري، استبداد او اختناق، د ښځو په وړاندي د ښوونځيو او جوماتونو دروازې تړل، له مشروع آزاديو او اسلامي او انساني حقونو د خلکو محرومول، د اسلام او عدالت خلاف؛ له اتيا سلنه نېستمنو او بې وزلو افغانانو؛ غير اسلامي، ظالمانه، ملاماتوونكي او درانه ماليات، كسټمونه او كميشنونه؛ په زور اخيستل؛ په داسي حال كي چي اسلام؛ حكومت ته يوازي له غني د زكات اخيستل جائز او فرض كړي او له غني پرته له بل چا؛ په هر نامه څه اخيستل ئې تحريم كړي؛ له کړاوونو او ستونزو ډک اوسنی حالت او مبهم او تياره راتلونکی؛ او په همداسي پرېشان حالت كي له گاونډيو هېوادو سره وسلهوالي شخړي او ناكامي جگړي او سلگونه نوري ستونزي دا غوښتنه کوي چي افغانان يو بل ته لاس وركړي او د بحران د ختمولو او له بدو پايلو ئې د ولس ژغورني لاري ولټوي.
ځينو ډلو د وسله والي مبارزې لار غوره كړې، چريكي بريدونه ئې پيل كړي؛ خو په محدوده كچه او د وړې سيمي په محدوده كي؛ كه څه هم د نړۍ ستر او ځواكمن هېوادونه هم نشي كولى چريكي جنگونه مهار كړي؛ د كابل اوسنى حكومت اصلاً نشي كولى هغه وځپي او د پراخېدو مخه ئې ونيسي؛ خو چريكي ډلي او جنگونه ئې د دوام او بريا لپاره څو امورو ته اړتيا لري:
ملت شمول سياسي گوند او ملت ته منلى زعامت
د ژغورني داسي جامع طرح چي د ملت دردونه علاج او آرمانونه تر سره كړى شي او د ولس د خوښي په عادلانه نظام منتج شي؛ د افغانانو دين، كلتور، حقوق او رأى ته درناوى او د ټولو ملي مسائلو په اړه هر تصميم او پرېكړي كي د دوى اغېزمن حضور تضمين كړي.
جگړه هغه مهال پيل كړي چي له دې پرته د بلي هري حل لاري مخه نيول شوې وي، واكمن د پرديو د مټو په زور؛ د حق غوښتني هر غږ د وسلي په زور خفه كوي، اقتدار د يوه فرد، كورنۍ او قبيلې په واك كي وي، له ملت سره ئې چلن داسي وي لكه چي ولس د دوى اسيران او غلامان وي او هېواد ئې د واكمنو مفتوحه سيمه؛ ټول يا اكثريت ولس بايد دې نتيجې ته رسېدلى او قانع كړى شوى وي چي په نظام كي له فوري او بشپړ تغيير پرته؛ د دوى ستونزي نشي حل كېدى.
له اجتماعي او امنيتي پلوه داسي ډاډمن پناځى ولري چي مصونيت ئې تضمين كړي او حكومتي ځواكونه هلته د دوى خلاف د څه كولو توان ونه لري؛ داسي پناځى د چريكي جگرو يوه لابدي اړتيا ده؛ د مبارزې په دوران كي كله كله داسي حالت حتماً پرې راځي چي موقتاً سيمه پرېږدي؛ د دې جگړي مهم اصل دا دئ چي له مخامخ نښتو او بريدونو ډډه وشي، څرگند مراكز ونه لري، كمين ونيسي، بريد وكړي او له ساحې ووځي.
نوې طرحه
خو د دې نوې او رغنده طرحي اساسي بندونه دا دي:
ټول اغېزمن سياسي او اجتماعي لوري چي د اوسني حالت له دوام سره موافق نه دي، مثبت بدلون غواړي او د څه كولو توان او ظرفيت لري؛ په خپلو كي توافق وكړي چي سوله ايز بدلون ته ترجيح وركوي، مگر دا چي ځيني لوري؛ يو يا تر يوه زيات؛ سوله ايز بدلون ونه مني او د ولس خلاف د وسلې كارولو او زور ښودلو لار غوره كړي؛ دوى به په څو مهمو امورو توافق كوي:
1- د افغان ولس رأى ته درناوى، ملي اجماع رامنځته كول، داسي صلاحيت منه شورى جوړول چي غړي ئې په واقعي معنى د ولس استازي او معتمد وكيلان وي؛ همدا شورى به په ټولو مهمو ملي مسائلو كي د پرېكړو وروستۍ مرجع وي، هېواد ته به نوى اساسي قانون جوړوي، راتلونكي حكومتونه به د همدې اساسي قانون له مخي جوړېږي.
2- د دې شورى لپاره به آزاد، شفاف او عادلانه انتخابات تر سره كېږي، د شرائطو واجد هر افغان به د رأى وركولو حق لري او هيڅوك به؛ كه د هېواد دننه وي يا بهر؛ له دې مسلم حق نه محرومېږي. د انتخاباتو طريقه به داسي نه وي چي د قمار لوبي ته ورته وي او بريالى او ناكام ولري، داسي چي د ملت يوه برخه په شورى كي خپل استازي او وكيلان ولري او بله نه؛ بلكي د ملت فرد فرد بايد احساس كړي چي دا شورى د ټول ولس استازيتوب كوي او هر افغان په شورى كي داسي څوك گوري چي ده ورته رأى وركړې او د ده معتمد وكيل دئ؛ د انتخاباتو هغه طريقه چي د متناسب استازيتوب په نامه يادېږي؛ او په هغې كي ولس يوه فهرست ته رأى وركوي نه د دوو سيالو نوماندانو له منځ يوه ته؛ دا ډول انتخابات؛ د همداسي ملت شمولي شورى په رامنځته كېدو منتج كېږي.
3- د انتخاباتو مستقل او په واقعي معنى صلاحيتمن كميسيون به جوړېږي؛ د همدې كميسيون تر اشراف لاندي او له هر راز كورني او بهرني مداخلت پرته به شفاف انتخابات تر سره كېږي.
ټول انتقالي پړاوونه به؛ د دې میثاق د پلي کېدو له پیل، د منتخبي ملي شورى تر جوړېدو، د نوي اساسي قانون تر تصویب، د هغه پر بنسټ د قانوني حکومت تر تأسيس او نوي حکومت ته د واک تر لېږد پوري؛ په داسي موده کي بشپړېږي چي تر یوه کال به زیاته نه وي.
د منتخبي ملي شورى په جوړېدو سره؛ د هېواد په ټولو راتلونکو اساسي قضایاوو کي د پرېکړي صلاحیت دې شورى ته لېږدول کېږي؛ او د دې میثاق هېڅ لاسلیک کوونکی فرد، ډله یا مجموعه حق نه لري چي په دغو قضایاوو کي خپله اراده د ملت د منتخبي شورى د ارادې ځایناستې کړي؛ نه موږ حق لرو چي په ملي قضایاوو کي د ملت اراده نفي کړو؛ او نه کوم بل فرد او ډله؛ موږ د ملت پر ځای پرېکړه نه کوو؛ بلکي ملت ته د آزادي پرېکړي شرائط برابروو. دا طرحه د سیاسي او نظامي ډلو تر منځ د واک د وېش پر بنسټ نه ده ولاړه؛ بلکي د احزابو او شخصیتونو د سیاسي او اجتماعي موقعیت ټاکلو صلاحیت هم ملت ته سپاري.
4- كه واكمن امارت له دې سوله ايزي طرحي سره توافق وكړي؛ نو اوسنۍ اداره به تر هغه پاته وي چي نوى حكومت؛ د نوي اساسي قانون له مخي جوړ او قدرت ورانتقال شي؛ خو په دې مودې كي به د حكومت پر ټولو مهمو برخو او چارو د ځواكمن نظارت لپاره داسي يوه وړه شورى رامنځته كېږي چي ټول لوري پرې توافق وكړي او غړي ئې غيرمتنازع فيه وي.
5- خو كه اسلامي امارت؛ له دې طرحي سره توافق ونه كړي او د اوسني لانجمن جنگي حالت، د شورى او اساسي قانون نه شتون، د استبداد، اختناق، حذف او انحصار سياست پر دوام ټينگار وكړي؛ نو پاته لوري به د وضعيت بدلولو او راتلونكي نسل ته له شخړو، جگړو، ناامنيو او لوټمار فارغ افغانستان لېږدولو په موخه؛ د گډ اقدام پرېكړه كوي؛ د ملي پاڅون په بڼه كي؛ داسي چي ټول ملت په كي برخه واخلي، اوږدې جگړي ته اړ نه شو او د وينو توئېدو مخنيوى وشي؛ ملت له جنگ غوښتونكو سره خپلي اړيكي قطع كړي، د ډول ډول ظالمانه مالياتو له وركولو ډډه وكړي؛ حكومتى چارواكي له خپلو سيمو وباسي؛ او كه واكمن د جگړي لار غوره كړي نو نتيجه به ئې له دې پرته بل څه نه وي چي حكومتي قطارونه په گام گام كي له بريدونو، كنټرول شوو ماينونو او زېړو بشكو سره مخ شي او ټول هېواد ورته په سور اور بدل شي.
د ښکېلو بهرنيو هېوادونو ونډه
دغه طرح به د ټولو اغېزمنو کورنيو اړخونو تر څنگ؛ له گاونډيو هېوادو، ملگرو ملتونو او هغو سيمهييزو او نړيوالو ځواكونو سره شريکه شي چي د افغانستان پر وضعيت اغېز لري؛ په دې موخه چي ملاتړ ئې وکړي او په خپلو پخوانيو ناكامو او يو اړخيزو سياستونو او تگلارو كي بيا كتنه وكړي.
ضروري يادونه:
د دې طرحي اصلي هدف د روان بحران سوله ايز حل دئ؛ خو که كوم لورى پر جنگ ټينگار كوي، د ولس خلاف وسله كاروي، له افغانانو غواړي د دوى زور ته تسليم شي او ظالمانه سلطه ئې ومني؛ په دې صورت كي نه سكوت، انتظار او له هېواد تېښته؛ د حل لار ده او نه زورواكو ته تسليمېدل او لاسونه اوچتول؛ بلكي داسي ملت شمول پاڅون چي په لنډه موده كي او له اوږد جنگ پرته؛ د جگړه مارانو ټغر ټول، ظالمانه واكمني ئې نسكوره او مظلوم افغانان د دوى له شر وژغورل شي او زموږ سرلوړي ملت ته د خپل برخليك ټاكلو ډاډمن فرصت په لاس ورشي.
د ملي وحدت ميثاق بنسټ
د دې طرحي په وړاندي د حزب اسلامي دريځ
دا طرحه د ځينو مصلح او سوله غوښتونكو افغانانو له لوري؛ حزب اسلامي ته هم وړاندي شوې؛ د حزب له يو شمېر اهل رأى سره پرې بحث شوى؛ په استثناء د پنځم بند چي وايي: له دې طرحي سره د امارت اسلامي د مخالفت په صورت كي به نور لوري په ملي پاڅون لاس پوري كوي؛ حزب اسلامي د طرحي له نورو برخو او له مجموعي روحيې سره موافق دئ؛ عجالتاً دومره ويلى شي چي كه نور لوري له دې طرحي سره توافق وښيي او د پنځم بند په ارتباط پرېكړه هغه مهال ته وځنډول شي چي هم د امارت مخالفت څرگند شوى وي او هم د موافقو لوريو توافق؛ د موافقينو په گډي غونډي كي پرې بحث وشي او مناسب تصميم ونيول شي؛ حزب اسلامي سولي، د تفاهم او مذاكراتو له لاري د ستونزو حل ته ترجيح وركوي؛ جگړه بايد آخري او د مجبوريت د حالت انتخاب وي؛ يوازي په هغه صورت كي غوره شي چي ټولي نوري لاري تړل شوې وي. مسئوليت به ئې د خداى او ولس په وړاندي د هغو پر غاړه وي چي د جگړي لار غوره كوي او د اوسني حالت دوام غواړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?