حزب اسلامي: د افغانستان د بحران د حل لپاره دې د «ملي یووالي میثاق» عملي شي
بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د افغانستان د اوسني سیاسي بحران د حل لپاره د «ملي یووالي میثاق» په نوم د یوې نوې طرحې ملاتړ کړی دی
دغه طرحه د یو شمېر افغانانو له لوري وړاندې شوې چې موخه یې د واک د سولهییز لېږد، د نوي سیاسي نظام جوړول او د هېواد د روان بحران لپاره د حل لارې موندل بلل شوې دي
په «ملي یووالي میثاق» کې د اوسني سیاسي وضعیت او د واک د انحصار په اړه اندېښنې مطرح شوې او غوښتنه شوې چې د افغانستان د راتلونکي حکومت برخلیک دې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې وټاکل شي
د طرحې له مخې، د نوي حکومت تر جوړېدو مخکې د یوه کلن انتقالي حکومت د رامنځته کېدو وړاندیز شوی دی. د دې دورې له مهمو دندو څخه د نوي اساسي قانون جوړول، د سیاسي بهیر برابرول او د ټاکنو لپاره د زمینه برابرول یاد شوي دي
په طرحه کې ویل شوي چې که د افغانستان اوسني واکمنان د سیاسي حل لارې او خبرو اترو له لارې د بحران د هواري لپاره چمتو نه شي، نو ښايي د مدني نافرمانۍ او پراخو ولسي اعتراضونو له زیاتېدو سره مخ شي
حزب اسلامي ویلي چې د افغانستان د روان بحران د پای ته رسولو لپاره د زور پر ځای سیاسي تفاهم، ملي یووالی او د خلکو د ارادې درناوی اړین دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1754
-
اخبار افغانستان
908
-
مقاله
643
-
سیاست
261
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl