news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پزشکیان: افغانستان او پاکستان ایران ته د بهرنیو عناصرو د ننوتلو مخه نیولې

پزشکیان: افغانستان او پاکستان ایران ته د بهرنیو عناصرو د ننوتلو مخه نیولې

پزشکیان: افغانستان او پاکستان ایران ته د بهرنیو عناصرو د ننوتلو مخه نیولې

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، افغانستان او پاکستان ایران ته د هغو بهرنیو عناصرو د ننوتلو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی چې غوښتل یې په دغه هېواد کې بې‌ثباتي او ګډوډي رامنځته کړي

پزشکیان ویلي، د ایران ګاونډیو هېوادونو د وضعیت د کنټرول لپاره جدي اقدامات کړي او د هغو کسانو پر وړاندې یې لازم ګامونه اخیستي چې د نوموړي په وینا، غوښتل یې په ایران کې ناامني رامنځته کړي

د ایران ولسمشر زیاته کړې چې کابل او اسلام‌اباد د خپلو پولو په اوږدو کې ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، څو د وضعیت د لا خرابېدو او د ناامنه کوونکو ډلو د تګ راتګ مخه ونیسي

نوموړي د سیمې له حکومتونو او خلکو څخه د همکارۍ له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د ګډو هڅو له لارې د هغو ډلو هڅې شنډې شوې چې غوښتل یې په سیمه کې امنیت ګډوډ کړي

پزشکیان ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو همکاري د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهمه ده او د ګډو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د هېوادونو ترمنځ همغږي باید دوام ولري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto