news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د لوږې ضد اقدام: په افغانستان کې خوارځواکي بې‌ ساري کچې ته لوړه شوې

د لوږې ضد اقدام: په افغانستان کې خوارځواکي بې‌ ساري کچې ته لوړه شوې

د لوږې ضد اقدام: په افغانستان کې خوارځواکي بې‌ ساري کچې ته لوړه شوې

 بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د لوږې ضد اقدام سازمان په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او د وچکالۍ او بشري مرستو د بودیجې کمښت دغه وضعیت لا پسې سخت کړی دی

د دغه سازمان د راپور له مخې، یوازې په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې د نویو ناروغانو شمېر ۱۴۹ سلنه زیات شوی دی

راپور زیاتوي چې په هلمند کې هم د خوارځواکۍ د ناروغانو د پام وړ زیاتوالي له امله د درملنې لپاره د بسترونو شمېر له ۴۵ څخه ۱۱۸ ته لوړ شوی دی

د لوږې ضد اقدام سازمان وايي، د وچکالۍ دوام، د خوراکي توکو کمزوری لاسرسی او د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو کمېدل د دې لامل شوي چې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شي

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، په ځانګړي ډول ماشومان او میندې به د خوارځواکۍ له لا ډېرو جدي پایلو سره مخ شي.

د دې بنسټ په وینا، د خوارځواکۍ د مخنیوي او د ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیايي خدمتونو پراخول او د بشري مرستو دوام اوس تر بل هر وخت ډېر اړین دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto