ایران: د افغانستان په اقتصادي پروګرامونو کې فعاله ونډه لرو
بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وايي، تهران د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي پروګرامونو کې فعاله ونډه لري او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي
بیکدلي دغه څرګندونې په کابل کې د کرنې په نړیوال نندارتون کې د ګډون پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، په دغه نندارتون کې ۵۰ ایراني شرکتونو ګډون کړی او خپل بېلابېل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي
د ایران سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان له اقتصادي پروګرامونو سره د تهران همکاریو ته دوام ورکول د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي
بلخوا د طالبانو د کرنې وزارت وايي، د کرنې نړیوال پنځهورځنی نندارتون د زمري په ۲۰مه په کابل کې پرانیستل شوی دی
د دغه وزارت په وینا، د نندارتون اساسي موخه د افغان بزګرانو او تولیدوونکو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول، د کرنیزو محصولاتو معرفي کول او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د تجربو او اړیکو شریکول دي
د نندارتون په ترڅ کې د افغانستان او نورو هېوادونو یو شمېر شرکتونو خپل کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. چارواکي تمه لري چې دغه ډول نندارتونونه به د افغان کروندګرو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې او د صادراتو د پراختیا زمینه نوره هم برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1754
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
644
-
سیاست
261
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl