یونسکو: طالبانو ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي
بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان «یونسکو» وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له ښوونیز بهیر څخه بېبرخې شوې دي
یونسکو خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام به نه یوازې د افغانستان د بشري پانګې پر راتلونکي اغېز وکړي، بلکې د هېواد اقتصاد ته به هم درانه زیانونه واړوي
د دغه سازمان په وینا، د نجونو د زدهکړو د دوامدار بندښت له امله به تر ۲۰۶۶ کال پورې په سلګونو زره افغان ښځې د کار له بازار څخه لرې پاتې شي؛ هغه څه چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به اوږدمهاله منفي پایلې ولري
یونسکو ټینګار کوي چې زدهکړه د اقتصادي پرمختګ، د کارموندنې او د ټولنې د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري او د نجونو له زدهکړو محرومول د هېواد راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي
بلخوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق «یونیسف» وايي، پر ښځو او نجونو د زدهکړو او کار محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي
د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو زدهکړې او کار ته د لاسرسي زمینه برابرول د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د ټولنې د راتلونکي لپاره له مهمو اړتیاوو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1754
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
644
-
سیاست
262
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl