د ایران بهرنیو چارو وزیر: نړۍ ته مو ثابته کړه چې ایران نه ماتېدونکی ځواک دی
بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د وروستیو کړکېچونو او پوځي فشارونو پر مهال ایران نړۍ ته وښوده چې دغه هېواد یو «نه ماتېدونکی ځواک» دی
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ایران د مقاومت په اړه تهران ته پیغامونه استولي او د ایران کړنې یې د «معجزې» په توګه یادې کړې دي.
نوموړي ویلي، ایران وکولای شول له سختو شرایطو سره سره خپل دریځ وساتي او د هېواد د دفاع لپاره خپل پوځي او سیاسي ظرفیتونه وکاروي.
د ایران چارواکي په داسې حال کې د هېواد د ځواک او مقاومت خبره کوي چې تهران په وروستیو میاشتو کې له امریکا او اسرائیلو سره له سختو امنیتي او پوځي ترینګلتیاوو سره مخ و
ایراني چارواکو تل ټینګار کړی چې هېواد یې د هر ډول بهرني فشار پر وړاندې د مقابلې توان لري او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو پر مهال د هغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي چې د ده په وینا، د ایران وروستۍ کړنې یې «معجزه» بللې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1756
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
645
-
سیاست
263
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl