واشنګټن تهران ته خبرداری: ایران به له بې ساري اقتصادي فشار سره مخ شي
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تهران د هرمز تنګي بندښت ته دوام ورکړي، واشنګټن به دغه هېواد د خپل تاریخ له تر ټولو سخت اقتصادي فشار سره مخ کړي
بېسنټ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، د امریکا راتلونکي اقدامات به ایران له داسې اقتصادي انزوا سره مخامخ کړي چې په وینا یې،تر دې وړاندې یې په نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی
نوموړي ادعا کړې چې د هرمز تنګي دوامدار بندښت به د ایران د صادراتو او وارداتو بهیر سخت اغېزمن کړي او دغه هېواد به د خپلو بندرونو له لارې د سوداګرۍ له جدي محدودیتونو سره مخ شي
د امریکا د خزانې وزیر ویلي، د واشنګټن نوي اقدامات به په راتلونکې اوونۍ کې اعلان شي
تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس هم ویلي وو چې واشنګټن به هڅه وکړي ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړي او په هرمز تنګي کې وضعیت داسې مدیریت کړي چې د تېلو او ګازو بیې د امریکايي خلکو لپاره له بېثباتۍ سره مخ نه شي
د ایران دریځ
ایران تر اوسه د امریکايي چارواکو د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تهران په تېرو څرګندونو کې ویلي چې د خپل ملي حاکمیت او ګټو د ساتنې لپاره به له خپل دریځه شاتګ ونه کړي
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د دې لارې هر ډول اوږدمهاله بندښت کولی شي د نړیوالو بازارونو پر وضعیت، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر بیو، پراخ اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?