فضل الرحمن: پاکستان په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ تګلاره تعقیبوي
بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
پېښور — د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، اسلاماباد په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ تګلاره تعقیبوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم له امریکا څخه مالي مرستې ترلاسه کوي، خو په خپله خاوره کې یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی
فضل الرحمن دا څرګندونې په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي د پاکستان پر امنیتي او بهرنۍ تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه باید د نورو هېوادونو د ګټو پر ځای د پاکستان د خلکو د امنیت او ثبات لپاره ترسره شي
هغه ادعا وکړه چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا له پخوانۍ تګلارې سره ورته چلند کوي او د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم له نړیوالو، په ځانګړي ډول امریکا، څخه مالي سرچینې ترلاسه کوي
د جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار وکړ چې د کلونو امنیتي هڅو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سربېره، پاکستان لا هم له ناامنۍ سره مخ دی او په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې دوام لري
فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو او سیاسي لارو حل شي، نه د فشار او پوځي اقداماتو له لارې
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره باید له بیا کتنې سره مخ شي، ځکه د ده په باور، د ګاونډي هېواد پر وړاندې د سخت دریځۍ دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر امنیت او ثبات هم اغېز کولی شي
د فضل الرحمن څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له وروستیو کلونو راهیسې د امنیتي، سرحدي او سیاسي اختلافاتو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?