د طالبانو د لومړۍ درجې مشران لا هم د مستعارو نومونو تر شا پټ؛ ذبیحالله مجاهد خپل اصلي هویت افشا کړ، نوم یې «طاهر شاه صدیقی» دی
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له بيبيسي سره په خبرو کې د لومړي ځل لپاره خپل اصلي نوم په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې نوم یې طاهر شاه صدیقي دی.
بریانیوز- یکشنبه ٢ سنبله ١٤٠٥
بيبيسي پښتو د دوشنبې په ورځ، د سنبله په ۲مه، په یوه راپور کې ویلي چې مجاهد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د رژیم له مهمو څېرو څخه دی او تر دې وړاندې یې د «ذبیحالله مجاهد» له مستعار نوم څخه کار اخیست.
مجاهد په دې مرکه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ادعا یې کړې چې طالبان د ښځو حقونو، د بیان ازادۍ او نورو مسایلو ته «د شریعت په چوکاټ کې» ژمن دي.
هغه د ښځو د کار او زدهکړو په اړه د طالبانو د پخوانیو ژمنو د نه عملي کېدو په تړاو ویلي چې ټول مسایل باید «د شریعت له دریڅې» وکتل شي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د ده په څېر ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکول «د مفاسدو سبب» کېږي او د ښځو «عزت تر پوښتنې لاندې» راولي.
دا په داسې حال کې ده چې مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې ښځو ته به «زموږ په چوکاټونو کې» د کار او زدهکړې اجازه ورکړل شي او هغوی به په ټولنه کې ډېرې فعالې وي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1772
-
اخبار افغانستان
927
-
مقاله
674
-
سیاست
297
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl