هریپور:د پنځه کلنې ماشومې د تښتونې او وژنې په قضیه کې څلور کسان نیول شوي
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د خیبر پښتونخوا د هریپور ولسوالۍ پولیسو ویلي، د یوې پنځه کلنې ماشومې د تښتونې، جنسي تېري او وژنې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي
دغه ماشومه، چې ایت نور نومېده، د روانې میاشتې په لومړیو کې له خپل کوره ورکه شوې وه. د هغې له لادرکۍ وروسته د کورنۍ له خوا پولیسو ته خبر ورکړل شو او د موندلو لپاره یې پلټنې پیل شوې
د هریپور د پولیسو مشر شفیعالله ګنډاپور ویلي، پولیسو د امنیتي کمرې د ثبت شویو انځورونو، لومړنیو معلوماتو او پراخو پلټنو له لارې د پېښې په تړاو څلور کسان پېژندلي او نیولي دي
د نوموړي په وینا، د نیول شویو کسانو له معلوماتو وروسته پولیسو د ماشومې مړی له یوې وچې څاه څخه موندلی دی
پولیس وايي، د پېښې د څرنګوالي او د تورنو کسانو د احتمالي ونډې په اړه لا هم څېړنې روانې دي او نیول شوي کسان به د قانون له مخې محکمې ته وړاندې شي
د ماشومې د وژنې دې پېښې د هریپور په سیمه کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د ماشومانو د خوندیتوب او د ورته پېښو د مخنیوي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي
د ایت نور کورنۍ د پېښې د بشپړې څېړنې او د عاملینو لپاره د قانون له مخې د سختې سزا غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1774
-
اخبار افغانستان
932
-
مقاله
691
-
سیاست
304
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl