news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فغانې نجلۍ: نړیواله ټولنه دې افغان نجونو ته د زده‌کړې ویزې برابرې کړي

فغانې نجلۍ: نړیواله ټولنه دې افغان نجونو ته د زده‌کړې ویزې برابرې کړي

فغانې نجلۍ: نړیواله ټولنه دې افغان نجونو ته د زده‌کړې ویزې برابرې کړي

(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

یوې افغانې نجلۍ، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې په پټه وینا کوله، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغان نجونو ته د زده‌کړو لپاره د ویزو زمینه برابره کړي

هغې ویلي، افغان نجونې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له زده‌کړو او یو شمېر اساسي ازادیو څخه بې برخې دي او د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي

نوموړې ټینګار کړی چې افغان نجونې کوم ځانګړی امتیاز نه غواړي، بلکې د زده‌کړې او کار کولو هغه حقونه غواړي چې د دوی د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري

د هغې په وینا، د نجونو د زده‌کړو دوامداره محدودول به په راتلونکو کلونو کې افغانستان له مسلکي ښځینه کارپوهانو څخه بې برخې کړي او د هېواد د بشري ځواک پر راتلونکي به اغېز وکړي

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو لپاره د زده‌کړې قانوني او خوندي لارې برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې له هېواده بهر هم تعقیب او خپل مسلکي راتلونکی جوړ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto